Homeخبرونهټیستلوبه؛ د زمبابوې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې وکړې

ټیستلوبه؛ د زمبابوې لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۸۶ منډې وکړې

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په وړاندې د لومړۍ ټیستلوبې په لومړي پاڼې کې ۵۸۶ منډې وکړې.

د زیمبابوې ټول لوبغاړي نن د دې پنځه ورځینۍ سیالۍ په دوهمه ورځ وسوځېدل.

د دوی لپاره درو لوبغاړو سلیزې وکړې خو تر ټولو ډېرې منډې سین ویلیمز وکړې. ده ۱۵۴ منډې وکړې.

همداراز براین بینیټ ۱۱۰ او کریګ ایرفین ۱۰۴ منډې وکړې.

د کرکټ د مبصرانو په وینا، د زیمبابوې د بولاوایو میدان، چې دا ټیست سیالي پکې کېږي، د تیزو بالرانو لپاره مناسب دی خو د افغان بالرانو په منځ کې ورو ډېر دي. د دوی په باور ښه به دا وه چې تیز باولران دې ټیستلوبې ته غوره کړل شوي وای څو د زیمبابوې لوبډلې په لومړۍ پاڼې کې دومره ډېرې منډې نه وای کړي.

ګومان نه کیږي چې افغان لوبغاړي دي دا لوبه په اسانه وګټلی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...