جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد تورغونډۍ په سرحدي پوسته کې اور لګېدلی

د تورغونډۍ په سرحدي پوسته کې اور لګېدلی

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) د هرات سیمه‌ییزو سرچینو د تورغونډۍ په سرحدي پوسته کې د اورلګېدو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، اور د هرات په تورغونډۍ بندر کې لګېدلی دی. خو د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

تورغونډۍ د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو تر ټولو مهم او لوی بندر دی، او په وروستیو کې د دې سرحد له لارې د خلکو تګ راتګ هم زیات شوی دی.

د دې بندر له لارې افغانستان ته په ځانګړي ډول تېل، ګاز، اوړه، غلې او نور محصولات واردیږي. په بدل کې یې افغانستان د وچو مېوو او ځینو کرنیزو محصولاتو صادرات له دې لارې ترکمنستان ته کوي.

د تورغونډۍ په څېر د سرحدي سیمو زیانمیتوب د افغانستان د زیربناوو نازکتیا په ډاګه کوي.

د اورلګېدو په څېر پېښې سوداګري ګډوډوي او په هېواد کې د لا له مخکې ترینګلی اقتصادي وضعیت لا پسې خرابوي.

په افغانستان کې د اور لګېدو پېښې په تیره بیا په اقتصادي مرکزونو کې زیاتې کېږي. تر دې وړاندې په اسلام کلا بندر او همداراز سپین بولدک کې د اور لګېدو په لویو پېښو کې د میلیونونو ډالرو تاوان پېښ شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...