Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر وفات شو

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر وفات شو

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د دغه هیواد پخوانی سفیر رستم شاه مومند وفات شوی دی.

د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کونډي د ښاغلي مومند د مړینې خبر په ژور خپګان تایید کړ.

د ښاغلي مومند جنازه به نن په پېښور کې خاورو ته وسپارل شي.

رستم شاه مومند یو وتلی ډیپلوماټ او کارپوه و چې یوه موده په خیبرپښتونخوا کې د کمیشنر او دغه راز د افغانستان لپاره د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي

په ۲۰۰۰مو کلونو کې، د حامد کرزي د حکومت په پیل کې، هغه د کابل لپاره د پاکستان لومړی سفیر وټاکل شو.

د خپلې ډیپلوماټیکې دندې تر بشپړولو وروسته، مومند د افغانستان او سیمه‌ییزو چارو د تحلیلګر او کارپوه په توګه خپله دنده دوامداره وساتله. ده د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه خپل نظریات د مرکو او مقالو له لارې شریکول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...