شنبه, دسمبر 28, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف وايي، له ټي ټي پي او طالبانو سره یو ځای...

شهباز شریف وايي، له ټي ټي پي او طالبانو سره یو ځای ښې اړیکې ممکن نه دي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) د پاکستان صدراعظم محمد شهباز شریف د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د فدرالي کابینې په غونډه کې وویل چې له تحریک طالبان پاکستان (TTP) او افغانستان سره څنګ په څنګ د ښو اړیکو تمه نه شي کېدای، او د کابل رژیم باید د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي.

شهباز شریف له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان اراده یو وار بیا تکرار کړه او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې د خپل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق لري.

شریف د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لوري د روان ګواښ په اړه وویل: «په یوه وخت د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې نرمښت او ښې اړیکې ممکنې نه دي.»

هغه له افغانستان څخه وغوښتل چې د ټي ټي پي پر وړاندې قاطع اقدام وکړي، او څرګنده یې کړه چې دغه ډله د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه: “افغانستان یو ورور هېواد دی، او موږ ښې اړیکې غواړو، خو په پاکستان کې بې‌ګناه خلک شهیدان کېږي. دا تګلاره دوام نه‌شي کولای.”

شهباز شریف بې له دې چې د افغانستان پر خاورې د پاکستان د جنګي الوتکو بمبارۍ او له کبله یې د مرګ ژوبلو یادونه وکړي، په غیر مستقیم ډول د دې برید دفاع وکړه.

خو دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر، یوناما، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ، طالبانو او ځايي خلکو ویلي چې په برمل کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۲۰ ماشومانو په شمول ۵۱ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینیټ د پکتکیا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو پر وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه. ښاغلي بینیټ نن جمعه په خپله ایکسپاڼه کې ولیکل چې دی هم د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت، UNAMA د هغه بیان تاییدوي چې په پکتیکا ولایت کې د پاکستان د پوځ په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکیان وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب