تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) نوې څېړنې ښيي چې ورزش د مغز فعالیت د ۲۴ ساعتونو لپاره ښه کولی شي، په تیره بیا که سپورت له ژور او ښه کیفیت لرونکي خوب سره مل وي.
د دې څیړنې له مخې، هغه زاړه کسان چې منظم بدني فعالیتونه کوي او ژور خوب تجربه کوي، ښه حافظه لري.
پخوانیو څیړنو ښودلې وه چې فکري وړتیاوې له ورزش سمدستي وروسته ښه کېږي، خو دا څرګنده نه وه چې دا اغېزې څومره وخت دوام کوي. اوس د لندن پوهنتون کالج یوه نوې څیړنه ښيي چې د ورزش مثبتې اغېزې نه یوازې د لومړیو ساعتونو لپاره، بلکې تر بلې ورځې پورې دوام کوي.
دغه څیړنه، چې پایلې یې په International Journal of Behavioral Nutrition and Physical Activity کې خپرې شوې دي، ښيي چې هغه کسان چې عمرونه یې د ۵۰ او ۸۳ کلونو ترمنځ وو او په دې څیړنه کې یې ګډون کړی وو، له متوسط تر شدید بدني فعالیتونو وروسته یې د حافظې په ازموینو کې حافظې تر بلې ورځې پورې ښه فعالیت ښودلی دی.
څیړونکو وضاحت ورکړی چې له متوسط څخه تر شدیدو فعالیتونو پورې هر هغه کار شاملېدای شي چې د زړه ضربان زیاتوي، لکه چټک مزل، نڅا یا پذ زینو څو پوړه پورته کېدل. دا فعالیتونه حتماً ځانګړي ورزشي پلان ته اړتیا نه لري.
د دې څیړنې پایلې ښيي چې د اوږدې مودې ناستې وخت کمول او لږترلږه شپږ ساعته د شپې خوب کول د بلې ورځې د حافظې په فعالیت کې له ښهوالي سره مستقیمه اړیکه لري. ژور خوب، چې په هغه کې د مغز امواج ورو کېږي او د زړه ضربان او د وینې فشار ټیټېږي، هم د حافظې په پیاوړتیا کې مهم رول لري. څیړونکو ویلي چې د ورزش په وسیله په حافظه کې مثبت اغېز تر یوه حده د ژور خوب په کیفیت پورې اړه لري.
دغه څیړنه د ۷۶ نارینه او ښځینه کسانو په ګډون ترسره شوې وه چې د اته ورځو لپاره یې د ورزشي تعقیبي وسایلو څخه استفاده کوله. راټول شوي معلومات د دوی ورځني بدني فعالیت او د خوب کیفیت په اړه ول، او ګډونوالو هره ورځ د حافظې په ازموینو کې برخه اخیسته.
د دې څیړنې اصلي لیکوالې ډاکټر میکایلا بلومبرګ، چې د لندن پوهنتون کالج د وبا پېژندنې او روغتیایي مراقبتونو له انستیتیوت سره کار کوي، وویل: “زموږ موندنې ښيي چې د حافظې لپاره د ورزش لنډمهاله ګټې ښایي د پخوا په پرتله زیات دوام ولري. د مغز فعالیت ښه والی نه یوازې څو ساعته وروسته، بلکې تر بلې ورځې پورې هم دوام کوي. داسې ښکاري چې زیات خوب، په ځانګړې توګه ژور خوب، د حافظې دا ښهوالی پیاوړی کوي.”
څیړونکي خبرداری ورکوي چې دا څیړنه د لږ شمېر کسانو پر بنسټ شوې او د پایلو د تصدیق لپاره پراخو څیړنو ته اړتیا ده.