Homeخبرونهپر ډیورند کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

پر ډیورند کرښه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې د پنجشنبې په شپه د افغانستان د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند پر دیورند کرښه د طالبانو او پاکستاني  ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

راپورونه وایي چې جګړه د دسمبر په ۲۷مه د شپې شاوخوا ۱ بجې پیل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ. د دې نښتې په ترڅ کې دواړو خواوو د یو بل پر ضد له درنو وسلو کار واخیست.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د پاکستاني ځواکونو له خوا توغول شوي ځینې راکټونه د ملکي خلکو پر کورونو لګېدلي دي. خو تر اوسه د دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي. طالبانو هم تر دې دمه د پېښې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. چی په دیرش سیپارو قسم هم وکړئ په کعبه کې، خلک باور نه کوي چی تاسی د آی ایس آی ګلټيران نه یاست. د غریبانو زامن په رسوا سناريوګانو کی مه وژنی، خلک بوس نه خوري.
    که بیاهم غواړئ ثابت کړی چی کوټه ګلټیران نه یاست نو په جی ایچ کيو کي ضربه واسکټي غزاوې وکړئ، منفرد هم نه منو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...