تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) د طالبانو حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې افغانستان د ریلګاډي لومړنی انجن جوړ کړی دی او ډېر ژر به خپل ریلګاډی فعاله کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په ایکسپاڼه کې د ریل انجن ویډیو خپره کړې چې درې واګونه یې وړل، او ویلي یې دي چې د افغانستان د ملي پراختیا شرکت خپل لومړنی ریلګاډی جوړ کړی دی.
ده همداراز ویلي: “د هېواد د ملي پراختیا شرکت په لومړي ځل یو اورګاډی جوړ کړ. د ریلپټلۍ له جوړولو سره به افغانستان ډېر ژر په خپل کور کې دننه جوړ شوي ریلګاډي هم فعاله کړي.”
د هیواد ملي پراختیا شرکت د لومړۍ ځل لپاره د ریل ګاډی جوړ کړ.
په هېواد کې د ریل پټلیو د جوړیدو او تکمیل پورې به خپل ریل ګاډي هم ولرو. ان شاءاللهشرکت انکشاف ملي بار اول ریل آهن ساخت.
افغانستان تا تکمیل راه های خط آهن، ریل ساخت افغانستان نیز خواهد داشت. ان شاءالله pic.twitter.com/CFpL55DfWi— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 27, 2024
د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د افغانستان او قزاقستان جګپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې سره ولیدل او د ریللارې په برخه کې د همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.
د افغانستان د ریللارو ادارې ویلي چې د قزاقستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر کایرات توربایوف هغه پروژې په ګوته کړې چې دا مهال د قزاقي شرکتونو له لوري په افغانستان کې پلي کېږي او د افغانستان له لارې د سوداګریزو او کرنیزو توکو د لېږدولو لپاره یې د قزاقستان لیوالتیا څرګنده کړه.
د قزاقستان مرستیال وزیر هم په افغانستان کې د ریلپټلۍ په زیربناوو کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد علاقه څرګنده کړه.
GOOD NEWS;
I HOPE AFGHANISTAN HAVE ALL MODERN TECHNOLOGY FOR PROGRESS.
I THINK AFTER SARDAR MOHAMMED DAWOOD MARKHOOM TALIBS ARE GOOD FOR AFGHANISTAN
THEY WORKING HARD WITH LESS FINANCIAL ABILITY.
ALWAYS BE HONEST AFGHANS