شنبه, دسمبر 28, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ ادعا کوي چې په تیر یوه کال کې یې...

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په تیر یوه کال کې یې ۱۰۰۰ وسله وال مخالفان وژلي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدي ۸ مه) د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري پرون (جمعه) وویل چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په ۲۰۲۴ کال کې په څه باندې ۵۹ زره عملیاتو کې د دولت ۹۲۵ وسله وال مخالفان وژلي دي.

چودري په یوه خبري کنفرانس کې وویل: “په هېواد کې هره ورځ د پوځ، استخباراتي ادارو او پولیسو له لوري له ۱۷۹ څخه زیات عملیات ترسره شوي دي.

د پاکستان د پوځ د ویندوی له څرګندونو دا په ډاګه کېږي چې په دغه هیواد کې د دولت د وسله والو مخالفانو، په تیره بیا د ټي ټي پي او بلوچ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه تر څه حده پراح او زیات شوي دي.

د پاکستان دې امنیتي چارواکي وویل چې په وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو پر ضد تر ټولو جدي برید د جنوبي وزیرستان په یوه امنیتي پوسته وشو، چې په ترڅ کې یې ۱۶ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې په پاکستان کې د ناامنۍ ۱۵۶۶ پېښې شوې دي چې د هغو په منځ کې ۹۴۸ یې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.

په دې پېښو کې ۵۸۳ کسان وژل شوي دي، چې ډېری یې امنیتي ځواکونه دي.

په پاکستان، په تیره بیا په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې په وروستیو کلونو کې امنیتي پېښې خورا ډېرې شوي دي.

د پاکستان د پوځ له اعلانه وروسته ټي ټي بي د پاکستان د ۱‍۳ پوځیانو او پاکستان د ټي ټي پي د همدومره غړیود وژلو ادعاوې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب