پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستاني طالبان خیبر پښتونخوا کې د ۱۶ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا...

پاکستاني طالبان خیبر پښتونخوا کې د ۱۶ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کوي

تاند ( شنبه د جدي لومړۍ) د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د ۱۶ پوځیانو د وژلو ادعا کړې ده.

یاد تحریک ویلي، چې ۱۶ پاکستاني پوځیان یې د خیبر پښتونخوا په یوه پوسته کې وژلي دي.

یوه پاکستان امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې پر دې پوسته پاکستاني طالبانو ډله ییز برید کړی دی.

د پاکستاني پوځ مشرانو تر اوسه په دې اړه څه نه وي ویلي.

دغه د یوه بل خبر له مخې د پاکستانی پوځ اعلان کړی، چې په ۲۰۲۳ کال کې پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله ۲۵تنه په ۲ الی ۱۰ کاله محکوم شوي دي.

بل لورته پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې، د ټي ټي پي لوړپوړی غړی، علي رحمان چې په مولانا طه مشهور و، د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د راپور له مخې، علي رحمن د تېرې چهارشنبې پر ورځ د خېبر پښتونخوا ټانک ولسوالۍ اړوند دېره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د برید موخه ګرځېدلی دی.

1 COMMENT

  1. الله جلاالله ددغو اتلانو اصلي جهاد قبول کړي د کافرستان سیهونیست سوډران یې مردار کړي. دغه اصل جهاد داسي جهاد لکه فلسطیني اتلان سي یهودي فاشیستي سیهونیستي سوډران مرداروي 🤲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...