یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهبلېنکن؛طالبان دې ژر د افغان نجونو پر زده کړو او کار بندیز...

بلېنکن؛طالبان دې ژر د افغان نجونو پر زده کړو او کار بندیز ختم کړي

تاند ( شنبه د جدي لومړۍ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو بلېنکن د طالبانو له حکومته غوښتي،چې د افغان نجونو پر زده کړو او کار بندیز ژر ختم کړي.

نوموړي د پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

بلېنکن پر خپله ایکسپانږڼه لیکلي، ” یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان ته د رسېدو لپاره افغان ښځې او نجونې اصلي لامل دی.”

دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې کابو درې نیم کاله کېږي، چې د افغان نجونو پرمخ د کار او زده کړو دروازې د طالبانو له خوا بندې شوي.

تازه یې یوه میاشت وړاندې د طبي نیمه زده کړو دروازې هم پر افغان نجونو وتړلې.

بل لورته د افغان ښځو ملاتړ برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې افغان نارینه باید په کور دننه او د باندې د خپلو خویندو، لوڼو او میرمنو د هیلو د پوره کېدو لپاره د دوی ترڅنګ ودرېږي.

کلونه کېږي، چې له طالبانو دا ډول غوښتنې کېږي، خو دوی یې پر وړاندې مثبت ځواب نه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د لټۍ ارواپوهنه کتاب ته لنډه کتنه/ طارق وزیر

ټول انسانان بېلابېل او مختلف استعدادونه لري؛ یعنې یو کس په یوه برخه کې داسې وړتیا لري چې ممکن بل څوک یې ونۀ لري. په...