جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد؛ پر احمدالشرع د امریکا د بندیز لرې کېدو ته به طالبان...

خلیلزاد؛ پر احمدالشرع د امریکا د بندیز لرې کېدو ته به طالبان هم پام وکړي؟

تاند ( شنبه د جدي لومړۍ) د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په سوریه کې د تحریر شام پر رهبر احمدالشرع د امریکا د لس میلیون ډالري جایزې لرې کېدو ته په اشارې پوښتنه کړې، چې “آیا طالبان به هم پام وکړي؟”

هغه د کوم هېواد يا ډلې د نوم له اخیستو پرته ویلي، چې نور هم په ورته شرایطو کې له احمد الشرع زده کړه کولی شي، چې څنګه د نړۍوال نظام له اصلي بهير سره ګډ شي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د منځني ختيځ په چارو کې د امریکا لوړپوړې ډيپلوماټې باربارا لیف په دمشق کې د تحریر شام له رهبر سره تر ډيپلوماټيکو کتنو وروسته ویلي، هېواد یې پرېکړه کړې، چې پر احمد الشرع د لس میلیونه ډالرو جایزه لرې کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور لمږه مخې احمدالشرع په دغو لیدنو کې ژمنه کړې، چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي د سوریې له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

2 COMMENTS

  1. هوښیار ملتونه ، پوه او هوښیار مشران لري .
    په خواشینۍ سره د افغانستان په نصیب خدای داسې متعصب ، لنډپاري ، متحجر ، د اسلام او بشریت ضد تش په نامه مشران په نصیب کړیدی، چې نه خپلې ګټې پېژني او نه د افغان ملت او نه د مسلمانانو. یوه یې د یوې سپږې لپاره ټول افغانستان شل کاله په داغ تنور کې وسوځاوه . په میلیونونه بې ګناه انسانان یې تر کونډۍ ونې ځار کړل . دا بل پنجابی کرنیل یې چې له خلکو او افغانانو نه ځان پټ کړی ، هره پرېکړه یې د بشریت ، انسانیت ، اسلامیت او افغانیت پرضد ده . افغانستان یې په توره تیاره کې ساتلی . نه نړیوال ملاتړ شته ، نه د مسلمانانو پیوستون او نه دیپلوماتیکې اړیکې .

  2. تړون خلیلزاد وکړ اوس کله وایې چې بشار اسد به له غني سره دوبی کې کتلی وی
    کله وایې چې نوی افغان دولت دې د سوریی له نوی نظام څخه زده کړه وکړی
    مګر دا نه وایې چې د دوحی تړون چا لاسلیک کړ (همدا تا)؟
    کچیری ددې تړون تطبیق کې پاتې راغلی نو بیا خپله غلطي ومنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب