Homeخبرونهګوتریش؛ د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا جدي امنیتي اندېښنې راپورته کولی شي

ګوتریش؛ د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا جدي امنیتي اندېښنې راپورته کولی شي

تاند ( شنبه د جدي ۱) د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوترش د مصنوعي ځیرکتیا له پراخېدو اندېښنه ښودلې ده.

ګوتریش ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا پراخېده به په امنیتي برخه په ځانګړي ډول، حقوق بشر، انساني کرامت او د قانون په حاکمیت کې جدي انديښنې راپورته کړي.

نوموړي په خپل ایکس لیکلي: « پر مصنوعي ځیرکتیا به د یوې شېبې نه څار به هره لحظه مونږ او تاسې ټولو ته جدي اندېښنې متوجه کړي.»

د یادونې ده، چې پرون جمعه د لیندۍ ۳۰مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيوبلینکن هم د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی وو، چې د مصنوعي ځیرکتیا ناسمه کارونه نړۍ والې سولې او امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره نومبر میاشت کې له خپل چینایي سیال، شي جین پینګ سره کتنه کې ټینګار کړی و چې، اټومي وسلې باید یوازې د انسانانو له لوري کنټرول کړای شي.

بلېنکن دغه راز زیاته کړې وه، چې هکران کولی شي له دې لارې ویجاړوونکي سایبري بریدونه ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...