Homeخبرونهامریکا د احمدالشرع د نیولو لپاره اعلان کړې لس ملیونه ډالره جایزه...

امریکا د احمدالشرع د نیولو لپاره اعلان کړې لس ملیونه ډالره جایزه لغوه کوي

تاند ( شنبه د جدي / ۱) د منځني ختيځ په چارو کې د امریکا لوړپوړې ډيپلوماټې باربارا لیف په دمشق کې د تحریر شام له رهبر سره تر ډيپلوماټيکو کتنو وروسته ویلي، هېواد یې پرېکړه کړې، چې پر احمد الشرع د لسو میلیونه ډالرو جایزه لرې کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور لمږه مخې احمدالشرع په دغو لیدنو کې ژمنه کړې، چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي د سوریې له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

امریکا د هغو معلوماتو په بدل کې چې د احمدالشرع د نیولو سبب شي، لس میلیونه ډالر جایزه اعلان کړې وه.

امریکا دا پرېکړه داسې مهال اعلانوي، چې پرون جمعه
په منځني ختیځ کې د امریکا د بهرنیو چارو لوړپوړی چارواکی باربارا لیف د یوه پلاوي په مشري دمشق ته سره د خبرو لپاره تللی وو.

امریکایي چارواکو ویلي وو، په هغه صورت کې چې تحریرالشام د «ټول ګډونه حکومت» او امنیت خوندیتوب کې خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړي نو امریکا به یې د ترهګرو ډلو له نوملړ نه وباسي او پر سوریه به لګېدلي بندیزونه لرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...