تاند ( شنبه د جدي ۱) افغان کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د زمبابوې پر وړاندې د روانې لوبلړۍ درېیمه برخلیک ټاکونکې لوبه ترسره کوي.
د نننۍ لوبې په بریا سره افغان لوبډله د لوبلړۍ ګټونکې کېږي.
تر دې وړاندې دوهمه لوبه کې افغان لوبډلې زمبابوې ته د ۲۳۲ منډو په ستر توپیر ماته ورکړې وه.
لومړۍ لوبه بیا د باران له امله بې پایلې شوې وه.
افغانستان تر دې لوبلړۍ وړاندې د شل اوره لوبلړۍ هم له زمبابوې ګټلې ده.
تر دې لوبلړۍ وروسته افغانستان له زمبابوې سره دوه ټیسټ لوبې هم لري.