دوشنبه, دسمبر 30, 2024
Homeخبرونهحامدکرزی؛ د نجونو له تعلیم پرته افغانستان پرمختګ نشي کولی

حامدکرزی؛ د نجونو له تعلیم پرته افغانستان پرمختګ نشي کولی

تاند ( شنبه د جدي لومړۍ) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی وایي په هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو د غږ ملاتړ کوي.

کرزي په خپله ایکس پانه لیکلي: “دا غوښتنه یو اساسي حق بولم او تاکید کوم، چې د نجونو له تعلیم پرته ‎افغانستان هیڅکله یوه روښانه راتلونکی نشي درلودی.”
حامد کرزی وایي د علم او پوهې لپاره افغان نجونو غوښتنه او آواز یو برحقه او د یو سوکاله ‎افغانستان غږ دی.

هغه لیکي: “ځوان قشر (نجونو او هلکانو) توانمندۍ د ټولنې د ځان بسیاینې، له احتیاجه د خلاصون، د پرمختگ او آبادۍ یوازینۍ لار ده. د ‎افغانستان د ښیرازۍ او ترقۍ لپاره تعلیم حیاتي دی.”

پخواني ولسمشر هیله ښودلې، چې په هېواد کې به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.

کرزی داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونيو بلېنکن د طالبانو له حکومته غوښتي،چې د افغان نجونو پر زده کړو او کار بندیز ژر ختم کړي.

نوموړي د پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

بلېنکن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ” یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان ته د رسېدو لپاره افغان ښځې او نجونې اصلي لامل دی.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب