شنبه, دسمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو امرباالمعروف وزارت؛په تېرو ۳ کلونو کې ۵۵۰ کوډګر نیولي

د طالبانو امرباالمعروف وزارت؛په تېرو ۳ کلونو کې ۵۵۰ کوډګر نیولي

تاند ( شنبه د جدي ۱) د طالبانو د حکومت امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، په تېرو دریو کلونو کې یې په یو شمیر ولایتونو کې ۵۵۰ کوډګر نیولي دي.

د یاد وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ټولنې د یووالي او کورنیو ستونزو او کشالو د خپرید مخنیوي په موخه یې دا کوډګر نیولي دي.

نوموړي زیاته کړې، د روان کال تېرو شپږو میاشتو کې یې هم شاوخوا ۱۸۰ تنه کوډګر نیولي دي.

سرچینه وایي کوډې یا سحر چې په اسلام کې ناروا دي افغانستان کې هم د ځېنو منحرفو افرادو او اشخاصو له لوري پرې ناپوه مسلمانان تیر ایستل کیږي، چې د خپلوانو او کورنیو ترمنځ یې بې باورۍ او کرکې رامنځ ته کړې دي.

د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د ځینو ستونزو د حل او ناروغیو درملنې لپاره کوډګرو ته ځي او هغه د ځان لپاره درملنه یادوي،خو شته داسې کورنۍ چې نورو سره د تربګنۍ پاللو لپاره ترې استفاده کوي او د بدلې اخستو لپاره یې ښه لاره بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب