Homeخبرونهرینا امیري؛ طالبانو سره هر ډول تعامل کې باید د ښځو حقونو...

رینا امیري؛ طالبانو سره هر ډول تعامل کې باید د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي

تاند ( شنبه د جدي لومړۍ) د ښځو او بشر حقونو برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې بشر حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

اميري زیاته کړې چې د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پرمختګ باید د هغو بنسټیزو اقداماتو سره تړلی وي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې روانې تګلارې له منځه يوسي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ‏د امريکا بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په یوه خبرپاڼه کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د وضع شويو محدوديتونو د ژر لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

نوموړي افغان ښځې او نجونې د یوه باثباته، سوله‌ییز او پرمختللي افغانستان لپاره اساسي برخه بللې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزي هم په هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو د غږ ملاتړ کړی او ویلي دي، چې د نجونو له تعلیم پرته ‎افغانستان هیڅکله یوه روښانه راتلونکی نشي درلودی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...