تاند ( شنبه د جدي لومړۍ) د افعانستان او زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې یوورځنۍ لوبلړۍ درېیمه او ورستۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې زمبابوې مات کړ او لوبلړۍ یې ۲-۰ په خپل نوم کړه.
افغان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې زمبابوې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. زمبابوې د لوبې په ۳۰ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۷ منډې وکړې.
افغانستان لپاره په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر تر نورو ښه وځلید او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې اوټ کړل، راشد خان ارمان ۳ او فرید ملک او عظمت الله عمرزي یو-یو لوبغاړي وسوزول.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوه لوبغاړو په زیان پوره، لوبه او لوبلړۍ یې په لوړ توپیر په خپل نوم کړه.
په توپ وهنه کې صدیق اتل ۵۲ او عبدالمالک ۲۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
تر دې وړاندې لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې او دوهمه لوبه په ستر توپیر افغانستان ګټلې وه.
دواړه لوبډلې تر دې لوبلړۍ وروسته دوه ټیسټ لوبې هم لري، چې لومړۍ لوبه یې د ډسمبر په ۲۶مه پیلېږي.