جمعه, دسمبر 27, 2024
Homeخبرونهیونسیف وايي، په برمل کې د پاکستان په هوايي برید کې لږترلږه...

یونسیف وايي، په برمل کې د پاکستان په هوايي برید کې لږترلږه ۲۰ ماشومان وژل شوي

تاند (جمعه، د مرغومي/ جدي ۷ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت، یوناما ترڅنګ د دې سازمان د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف هم تایید کړه چې د افغانستان د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالي د پاکستان په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي دي.

یونسیف ویلي چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومان وژل شوي او دا اداره یې پر وژل کېدو سخت خپګان ښيي.

د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف مشر سنجې ویجیسي کیرا (Sanjay Wijesekera) پرون (پنجشنبه/ د مرغومي ۶ مه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ماشومان باید په نښه نه شي.

د پاکستان حکومت پرون (پنجشنبې) د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د سې شنبې د ورځې هوایي برید رسماً تایید کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دغه عملیات پر هغو سرحدي سیمو کړي چې ورڅخه د پاکستان اتباعو ته تروریستي ګواښ متوجه و.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد اله فطرت ویلي په دغو حملو کې ۵۱ کسان وژل شوي، ۶ تنه نور ټپیان دي او د پېښې قربانیان له وزیرستانونو کډه شوي کسان وو.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون  په یوه بیان کې وویل چې د باوري راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون «لسګونه ملکیان» وژل شوي دي.

د ملګروملتو له بیانه وروسته د پاکستان حکومت خپله لهجه یو څه نرمه کړه او ویې ویل چې له طالبانو سهر د ستونزو د هواري لپاره خبرواترو ته لیواله دی.

خو دا په داسي حال کې ده چې پاکستان دا هوايي برید په داسي ورځ وکړ چې د ځانګړي استازي صادق خان په مشرۍ یې پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې.

د طالبانو حکومت ویلي چې د دې برید بدل به واخلي خو دا یې نه دي ویلي چې په څه ډول لو یا کله.

1 COMMENT

  1. اصلا جاهل او ظالم حکامو د انسانیت لار او مسیر یی هیر کړی ،څوک چي زر او زور لری له دواړو د بشریت د تباهۍ لپاره کار اخلی ،د انسانی ورورولی ،بشر دوستی او همنوعانو ته احترام، خپل ځای تیری ،نفرت ،توهین او ملت وژنو ته پریښی.
    که لوی زور واکان نړیوال نظم اخلالوی ،تیرۍ کوی نو اجیر قراردادیان چي نیمه پیړۍ لکه ښکاری تازیان استعمال شوی او په تیری او رذالت روږدی شوی په مظلوم ګاونډی کلیوالو اف شپاړس او راکټونه استعمالوی او زموږ بی کفایته او نااهل غاصب حکام د خلکو او خاورې د ساتنی لپاره په واعدوالهم ما استطعتم من قوه…………ترهبون به عدوالله و عدوکم باندی عمل نلری بیا هغه څوک چي د جهاد مدعی او ۵۲ ملکونو قوتونه یی مات کړی وی ،تدبیر او تعقل یی همدا دی چي د علومو دروازی وتړه ،متخصصین وشړه ،ملت وداړه او نور…….
    داټول هغه څه دی چی دښمنان تشجیع کوی او هر نوع تیری ته زمینه مساعدوی او د پنجاب تښتیدلی ،پطلون بایللی فوج هم درته زمری شو
    خلاصه ؛ فسألوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون ـ که مومن یاست ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب