تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۶ مه) د هند پخوانی صدراعظم او د مالیې بریالی وزیر من موهن سینګ په ۹۲ کلنۍ کې ومړ.
من موهن سینګ د هند په اقتصادي وده کې داسي کلیدي رول ولوباوه چې تراوسه هند د ده د اقداماتو له کبله مخ په وده دی.
هندي رسنیو نن (پنجشنبه) شپه راپور ورکړ چې موهن سینګ ناروغ و او په ډیلي کې د هند د طبي علومو د انستیتیوت په روغتون کې بستر و.
سینګ د ۱۹۳۲ د سپټمبر په ۲۶ مه د پنجاب په ګاه کې، هغه سیمه کې زېږېدلی چې اوس د پاکستاني پنجاب برخه ده.
د ده کورنۍ، په ۱۹۴۷ م کال د هند د وېش په مهال اوسني هند ته کډواله شوه
سینګ تر ډېره د مالیې وزارت په موده کې زیات شهرت ترلاسه کړ. دی د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ سر په سر دوې دورې د هند صدراعظم و او په دې لس کلنه موده کې د هند اقتصاد خورا وده وکړه چې وروسته نریندرا مودي دوام ورکړ.
دی لومړنی سیک و چې په هند کې د صدارت مقام ته رسیدلی دی.