جمعه, دسمبر 27, 2024
Homeخبرونهیوناما وايي، پر برمل د پاکستان په هوايي برید کې ملکیان وژل...

یوناما وايي، پر برمل د پاکستان په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د جدي/ مرغومي ۶ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت، یوناما وايي، باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان د هوايي ځواک په برید کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه ملکیان وژل شوي دي.

یوناما پر خپله ایکسپاڼه نن (پنجشنبې) کښلي، نړیوال قوانین پوځي ځواکونه مکلف کړي چې ملکي وکړو ته د زیان نه اوښتو لپاره ضروري احتیاطي تدابیر ونیسي او د جنګي عملیاتو په ترڅ کې د ملکیانو او پوځیانو ترمنځ تفکیک وکړي.

یوناما همداراز ویلي چې څېړنو ته اړتیا ده چې د داسي حساب ورکولو ډاډ ترلاسه شي چې د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونیول شي او د قربانیانو حقونه خوندي شی.

له بلې خوا د د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ رسماً تایید کړه چې الوتکو یې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې بمباري کړې او د پاکستان د حکومت وسله وال مخالفان یې وژلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن پنجشنبې په اسلام آباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان د استخباراتي معلوماتو پربنسټ دغه عملیات په هغو سرحدي سیمو کې کړي چې ورڅخه د پاکستان اتباعو ته تروریستي ګواښ متوجه و.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ویلي چې د پاکستان په بمبارۍ کې ۵۱ تنه وژل شوي چې اکثره یې ماشومان او ښځې دي.

1 COMMENT

  1. یوناما دلته د تورکونیو د پوځي تیري یوازی بشري اړخ ته پام کړی، دا سمه ده، مګر دافغانستان پر حريم یي د تجاوز څه نه دي وييلي، کنه نور خو په هره برخه کې له ځانه قاضي جوړ کړی وي. حتی نوی قانونګذاري کوي، لګيا دي د جنسي اپارتايد جرم تراشي.
    افغانستان که څه هم د تورکونیو کرنیلانو د ملیشو په لاس کی دی، مګر د افغانستان قلمرو نړیوال حیثیت و رسمیت په خپل ځای دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب