تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدي ۶ مه) د طالبانو د استخباراتو ویاند جواد څارګر، د پاکستان له خوا په پکتیکا کې د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې پنجاب له نورو برخو څخه جلا شوی او اوس د پاکستان د تجزیې احتمال تر هر بل وخت زیات شوی دی.
ښاغلي څارګر ویلي چې د پاکستان پوځ د جګړې لپاره هیڅ انګیزه نه لري او طالبان باید له فرصته ګټه واخلي.
څارګر پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: «قبایل راپاڅېدلي دي، د اسلام سرتېري هلته جګړه کوي، خلک په حکومت شکمن دي، او پوځ د جګړې لپاره انګیزه نه لري.»
د طالبانو د استخباراتو ویاند په دې پیغام کې، چې پر برمل د پاکستان له بمبارۍ وروسته یې خپور کړی، ویلي: «اوس د ژمنو یا احساساتو وخت نه دی، د ستراتیژیک اتحاد اړتیا ده، ځواک ته اړتیا ده، اتحاد ته اړتیا ده.»
ده همداراز لیکلي، پنجاب له نورو برخو څخه جلا شوی او د پاکستان د تجزیې احتمال زیات دی.
ده د پاکستان د پوځ تاریخ له “شرم او ننګ” څخه ډک وباله او زیاته یې کړه چې ” اسلامي امت” د پاکستان حکومت د دویم “صهیونستي رژیم” په توګه ګڼي.
د طالبانو د استخباراتو ویاند په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې ” موږ باید له فرصتونو ګټه واخلو.”
پر برمل ولسوالي د پاکستان د جنګي الوتکو په بمبارۍ کې ۵۱ تنه وژل شوي او د ځايي اوسیدونکو او طالب چارواکو په وینا د دې برید اکثره قربانیان ماشومان او ښځې دي.
برمل يي ورته بمباری کړ، ٥١ ښځي او ماشومان يي شهيدان کړل، کنړ يي هم دَ فلمي شوټنګ په میدان بدل کړي او تورخم او بولدک يي دَ تل لپاره پرې بند کړل او همدا رنګه منظم او مجهز پوځ يي ورته دړې وړې کړل خو څڼیور او برېتور ماما غواړي له همدې فرصتونو ګټه پورته کړي! تور خيرن پنجابي لاسونه زموږ دَ پاکو مقدسو پاکلمنو خویندو او میندو تر لمنو لاندي شهوتونه او خوندونه لمس کوي خو زموږ اتلان په دې فرصتونو کي خیالونه غوړوي!
stand up against punjabi establishment, you have more agents of isi in country,
all afghans will become with you, afghans are united against pakistan
thank you