تاند (د مرغومي/ جدي ۶ مه) د بیان د ازادۍ کور معلومات ترلاسه کړي چې طالبانو د دې لپاره چې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پر شریعیت غږ راډیو واړوي او تلویزیون د تل لپاره له منځه یوسي، عملاً کار پیل کړی دی.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملي راډیو ټلویزیون دریو سرچینو ورته ویلي چې طالبان غواړي ملي ټلویزیون په مرکز او ولایتونو کې په راډیویي ستیشنونو بدل کړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ملي ټلویزیون د ” ملي راډیو” او “شریعت غږ راډیو ” لپاره د ترانسمیترونو اخیستل هم داوطبۍ ته وړاندې کړي دي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلی، خو تر دې مخکې په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو پر تصویرونو د بندیز له کبله د یوشمېر تلویزیونونو نشرات بند شوي دي.
له ټولو نښو نښانو داسي ښکاري چې طالبان افغانستان د نولس سوه نوي یمې لسیزې وضعیت ته بیايي. طالبان لومړی پلا په ۱۹۹۶ کال واک ته ورسیدل او هغه مهال یې نه یوازې د تلویزیون نشران منع کړل بلکې د خلکو تلویزیونونه یې ماتول.
ډیر اعلی خلک کوشش کوي اهلي او انسانان شي خو زمونږ ملا جان ریورس ګیر لګولی او ډیر په تیزئ د انسانیت څخه وحشت او ځناورتوب ته روان دی. زه فکر کوم د پښتون لپاره چې د جهالت پرې ختمه ده د لور په حق خوړلو، خرڅولو، بې پوښتنې سپینږیرې ته په نکاح کولو تعلیم ته نه پریښودلو او سوره کې ورکولو کې تجربه لري همدا نظام ښه جوړ دی. پښتون یواځې د ۵ زره کلن تاریخ او تورې چیغې وهي او طالب هم د ۵۲ هیوادو ته ماتې چیغې وهي. همدا دیګ او همدا څمڅۍ.