شاه زېب پخپله خونه کي يوازي پرکټ باندي پروت وو. شپه تر نيمي لا هم تېره سوې وه، چي ده ته خوب نه ورتلی. دی ها خوا دې خوا اوښتی را اوښتی ډېر يې زړه غوښتى چي بيده سي خو خوب هيڅ د راتللو نوم لا نه اخستی. پرونی خوب د ده په مغزو کي هر ګړی ګرځېدی راګرځېدی، د خوب ليدلى وو چي دی په يوه لوی او ښايسته محل کي په يوه خونه کي ناست وو او د ده مخ ته يو ګردی مېز پروت وو او پر دې ميز باندي بې شمېره رنګا رنګ قيمتي جواهرات پراته وه او د ميز سره يوه ښايسته ښځه چي په لاس کي يې هنداره هم وه ناسته وه او شاه زېب ته يې په خندا خندا داسی کتل چي هيڅ يې سترګي بل لور ته نه اړولې.
شاه زېب چي کله دغه جواهرات وليدل، نو ده هم سمدستي د خپلي غوټي خوله ورته خلاصه کړه او دغه رنګا رنګ او قيمتي جواهرات يې داسي ور اچول لکه دا چي کم بل شی وي، په دې وخت کي ده داسي احساس کړه، لکه ده ته چي يو چا غوږ نيولی وي او د دوی ټولي خبري پټ پټ اوري، ده چي کله وکتل که ګوري چي يو سړی چي پر سر باندي يې د باچا هۍ تاج هم وو دوی ته غوږ نيولی وو او پټ پټ ورته ګوري.
شاه زېب هم ژر ژر هغه جواهرات په خپله غوټه کي واچول، کله چي غوټه ډکه سوه په دې وخت کي ناڅاپه د ده سترګي خلاصي سوې. اول خو د ده بېخي يقین نه راتلی، چي دی دي خوب ويني خو کله چي د ده يقين راغلی چي ما خوب ليدی نو ډېر افسوس يې وکئ او د خپله ځايه څخه را وغورځېدی او په ژړا يې پيل وکئ، چي د ده د ژړا په اواز سره د ده ښځه چي په بله خونه کي بيده وه راويښه سوه او ده ته يې وويل: څه کيسه ده ولي ژاړې؟
د دې لپاره چي ښځه يې ور باندي خبره نه سي نو ده هغې ته د درواغو کيسه پيل کړه، چي ما يو خوب ليدی، چي زه په يوه ځنګله کي روان وم چي ناڅاپه يوه لوی زمري پر ما باندي حمله وکړه. تر مخه تر دې چي هغه زمري زه خوړلی وای، ته راغلې او زه دي د دې خوفناکه زمري څخه خلاص کړم.
شاه زېب چي خپلي ښځي ته دغه د درواغو کيسه وکړه، نو هغه ډېره خوشاله سوه چي د هغې څخه په دې خوشالۍ کي دا خبره بېخي هېره سوه، چي تا دغه خوب وليدی نو دا خو ډېر د خوشالۍ خوب دئ نو ته چي د خوب څخه راوېښ سوې ژړل دي ولي.
په دې خوشالۍ کي د شاه زېب ښځه بېرته ولاړه، شاه زېب هغې ته د درواغو خوب په دې وجه ووايه چي که چېري ده رشتيا ورته ويلي وای چي ما په خوب کي جواهرات وليدل اوس پر هغه باندي ژاړم نو هغې به يقيناً پرده باندي خندلي وای.
نو اوس دی نن بيا په ځای کي پروت وو چي شايد بيا به مي هغه خوب د هغه ځای څخه پيل سي پر کم ځای باندي چي د ده سترګي خلاصي سوې او خوب يې پر نيمي باندي پاته سو.
خو اوس دی پر ځای باندي ها خوا دې خوا اوښتی را اوښتی چي ده ته اوس بېخي خوب هم نه ورتلی او دی د خوب په انتظار کي خورا په عذاب وو چي په دې وخت کي ناڅاپه د ده په ذهن کي خيال راغلی، چي ما خو خپله غوټه نه ده را اخيستې. که چيرې هغه خوب بېرته د هغه ځايه څخه شروع سي نو زما سره به غوټه نه وي راسره او زه به يو وار بيا د جواهراتو څخه محرومه سم. نو دی سمدلاسه ور ولاړ سو او خپله غوټه يې را واخيسته او پخپله سينه پوري يې ټينګه وتړله او پر کټ باندی پرېوتی او خپلي سترګي يې پټي کړې. ده ويل کيدای سي چي هغه خوب بيا ووينم.
یو ګړی وروسته ده نا څاپه يو ټک واوريدئ. ده هم ژر خپلي سترګي خلاصي کړې. شا و خوا يې وکتل ډېر حيران سو ځکه چي دا هغه کوټه نه وه په کمه کي چي دی پروت وو، بلکې دا د يوه باچا شاهي محل وو، چي د دې محل په يوه خونه کي دی پر يوه شاهي کټ باندي پروت وو.
ده په ډېري حيرانتيا سره خپلو کالو او بيا دې ځای ته وکتل، نو دی نور هم حيران سو ځکه چي ده اوس هغه کالي نه وه اغوستي، چي ده دمخه اغوستي وه، خو هغه غوټه چي ده په سينه پوري ټينګه تړلې وه اوس هم د ده سره ورسره وه.
شاه زېب په ډېري حيرانتيا سره د خپله ځانه سره وويل: پاکه خدايه دا زه چيري يم. دا د چا ځای او محل دئ؟ او د دې خبري سره سم د کټه څخه راکښته سو چي ويې کتل نو د ده هغه چوټي چي مخکي ئې په پښو وې. هغه هم تر کټ لاندي پرتې دي. ده غوښتل چي خپلي چوټي په پښو کي چي په دې وخت کي ناڅاپه د دې کوټې دروازه خلاصه سوه او يوه ډېره ښايسته ښځه راغله چي خورا ښه کالي او لباس يې اغوستی وو. د راتلو سره سم يې د شاه زېب مخ ته د ادب سر کښته کی او بيا يې په ډېر ادب سره ده ته وويل: ته سپوږمۍ شاهزادګۍ غوښتی يې.
شاه زېب چي دا واورېدل نو يې په حيرانتيا سره ورته وويل: سپوږمۍ شاهزادګۍ زه غوښتی يم؟، دا څوک ده او ماڅه کوي؟
هغې ښځي په جواب کي ورته وويل: سپوږمۍ شاهزادګۍ د دې ملک د باچا شاه نواز يوازینۍ لور ده، چي ډېره پر باچا شاه نواز باندي ګرانه ده او ته اوس د دې سپوږمۍ شاهزادګۍ ميلمه يې.
شاه زېب چي دغه خبري واورېدې نور هم حيران سو او ويې ويل: زه د سپوږمۍ شاهزادګۍ مېلمه يم. دا څنګه کيدای سي زه خو په خپل کور کي پر خپل کټ باندې پروت وم زه دلته څنګه راغلم او د سپوږمۍ شاهزادګۍ ميلمه بيا څنګه سوم؟
هغې ښځي شاه زېب ته وويل: راځه ته اوس د شاهزادګۍ مېلمه يې. هغه به ستا انتظار کوي. که ته لږ هم وځنډېږې نو د هغې خوا بديږي، هغې ښځي دغه خبري وکړې او بيا ولاړه.
شاه زېب چي کله دغه ټولي خبري واورېدې، نو دا خيال ورسره پيدا سو، چي داسي نه وي چي زه خوب وينم او بيا يې خپل دواړه لاسونه يو تر بله سره کښېکښل چي د دې په کولو سره يې لاسونه درد وکئ، نو ده ته دا معلومه سوه چي خوب نه وينم. ده د ځانه سره فکر کوى، چي دغه سپوږمۍ شاهزادګۍ به څوک وي، خو په هر حال د دې کوټې څخه راووتی او د دې کوټې څخه يو څه لېري يوه بله کوټه وه، د هغې دروازه يې وروټکوله او ور ننوتی.
کله چي دی ورغی، کوټې ته ورننوتی نو ده وليدل چي په دغه کوټه کي يوه ډېره ښايسته ښځه ناسته ده.
شاه زېب چي کله دغه ښايسته ښځه وليدله، نو دی چي د پخوا څخه هم حيران وو، د دې ښځي په ليدو سره نور هم حيران سو، ځکه ده چي کمه ښځه هغه بله ورځ په خوب کي ليدلې وه، د دې ښځې کالي، لباس او رنګ همهغه وو او د دې ښځي په لاس کي هغه ډول هنداره لا هم وه او مخ ته يې همهغه ډول ګردی مېز پروت وو، چي ده هغه بله شپه په خوب کي ليدلې وو.
هغي شاهزادګۍ چي شاه زېب وليدی، نو يې په خندا سره ورته و ويل: راځه راځه شاه زېبه ما هم ستا انتظار کوى، شاه زېب په ډېري حيرانتيا سره ورته وويل: زه دلته څنګه راغلم، زه خو په خپل کور کي پر کټ باندي پروت وم؟
هغه ښځي چي سپوږمۍ نومېده شاه زېب ته يې وويل: ته دلته راسه پر دغه چوکۍ باندي کښېنه، زه به اوس تاته ټوله کيسه وکړم.
شاه زېب هم د هغې د خبري سره سم په خاموشۍ سره ور رغی او پر هغه چوکۍ باندي کښېنستی. شاه زېب هغه مېز ته خورا په ځير ځير کتل، چي ده په خوب کي ليدلی وو او خورا ډېر جواهرات هم پر پراته وه. خو اوس پر دغه مېز باندي هغه سرې طلاوي نه وې.
شاه زېب ته هم پر دغه باندي ډېر افسوس ورتلی، چي نور شيان خو هغه ډول دي، چي ما په خوب کي ليدلي وه او دغه طلاوي يې نو ولي نسته، چي په دې وخت کي سپوږمۍ شاهزادګۍ ږغ ورباندي وکړ او ورته وې ويل: ته ولي دونه پرېشانه يې؟
شاه زېب په جواب کي ورته وويل: پرېشانه به ولي نه يم، ما په خوب کي پر دغه مېز باندي طلاوي وليدلې، خو اوس هغه پر دغه مېز باندي نسته. سپوږمۍ شاهزادګۍ ورته وويل: ته هيڅ فکر مه کوه هغه به هم تا ته درکم.
سپوږمۍ شاهزادګۍ چي دغه خبره وکړه شاه زېب، د دې خبري په اورېدو سره بې اختياره د شاهزادګۍ خوا ته وکتل او په ډېري تلوسې سره يې ورته وويل: ښه هغه طلاوي به ما ته راکول کيږي، نو چي داسي ده، ژر يې راکه، چي زه راغلی هم د دې طلاوو لپاره يم. هله ژر سه هله.
سپوږمۍ شاهزادګۍ ورته وويل: ته دلته راغلی نه يې، ته دلته راوستل سوی يې، خو په هر حال اوس به زه تا ته پوره کيسه وکم، چي کيسه داسي ده: زما نوم سپوږمۍ شاهزادګۍ ده او زما د پلار نوم باچا شاه نواز دئ او زموږ د رياست نوم کوچنی فارس دئ. دغه رياست په يوه لويه جزيره کي پروت دئ، چي د دې جزيرې څلورو خواوو ته خورا لوی لوی دريابونه دي، چي په دې خاطر ستاسي د دنيا خلک بېخي په دغه جزيره باندي خبر هم نه دي، خو زه اکثره ستاسي دنيا ته د سيل او تفريح لپاره درځم.
سپوږمۍ شاهزادګۍ ښه په تفصيل سره شاه زېب ته وويل: کله چي زما د واده وخت راغلی نو زموږ د رياست د دود او رواج سره سم په رياست کي اعلان وسو، چي هر څوک چي زما سره د واده کولو خواهش لري، هغه دي په لوی ميدان کي ودرېږي، هلته نښه يعني نوښان ويشتل کيږي، هر چا چي وګټل د هغه سره به زما واده وسي.
نو بيا د دې اعلان سره سم د ټول رياست ځوانان په هغه ميدان کي يو ځای سول، زه او زما پلار هم هلته موجود وو په دې ټولو ځوانانو کي يو ځوان ډېر ښايسته وو، چي زما هم هغه ځوان خوښ وو، نو بيا ما خدای ته دعا وکړه، چي يا خدايه ته وکړې چي دغه ځوان يې وګټي چي بيا زما دعا خدای را قبوله کړه او رشتيا هم هغه ځوان وګټله، چي زما خوښ وو او بيا زموږ د دود او رواج سره سم ما د هغه ځوان په غاړه کي امېل ور واچاوه او بيا زما واده د هغه سره وسو، چي زه ډېره خوشاله وم، چي په ټوله محل کي د واده جشن جوړ سو. ټول خورا خوشاله وه چي په دې وخت کي ناڅاپه يو جادوګر زموږ د رياست پر سر په هوا کي تېرېدی هغه چي وليدل چي دلته جشن جوړ دئ. واده دی نو دی هم راکښته سو او چي کله يې زه وليدم، نو زه يې ډېره خوښه سوم، نو دی ولاړی زما پلار ته يې دغه خبره وکړه چي دا لور دي ماته راکړه.
نو دا خو ظاهره خبره ده چي زما پلار د دې خبري څخه انکار وکړی، ځکه چي زه خو يې هغه نښانه باز ځوان ته ور کړې وم.
سپوږمۍ شاهزادګۍ د يو څه ځنډ وروسته يو وار بيا په خپله کيسه پيل کئ او داسي يې وويل: نو چي کله هغه جادوګر ته دغه معلومه سوه چي زما پلار ما هغه ته نه ورکوي، نو بيا هغه جادوګر داسي وکړل چي د کوم ځوان نوښانه باز سره چي زما واده وسو، هغه ځوان يې دجادو په زور سره ډبره کئ او زما يې هم دواړه لاسونه را ډبره کړل او چي روانېدی نو دا يې هم وويل چي زه يوه مياشت وروسته بېرته راځم. که چيري تاسي هغه وخت هم د شاهزادګۍ واده زما سره و نه کئ، نو د شاهزادګۍ چي مي اوس دواړه لاسونه ور ډبره کړي دي، نو هغه وخت به يې بيا ټوله بدن ور ډبره کم.
چي د دې پېښي په خاطر باچا هم ډېر پرېشانه او خپه سو. د رياست ټوله جادوګران او نجوميان يې راوغوښتل، خو تر ډېرو کوښښونو وروسته هغوی دومره معلومه کړه چي دغه جادوګر يو ډېر طاقتور او زورور جادوګر دئ، چي په تورو غرو کي اوسيږي او په تور جادوګر سره مشهوره دئ. دغه جادوګر دونه زورور او طاقتور دی چي هيڅ څوک د هغه سره د مقابلې توان او طاقت نه لري، خو البته يوازې شاه زېب يې کولای سي څو هغه ته چي تر څو پوري روپۍ او زېورات ورنه کړل سي نو هغه دغه کار نه کوي.
سپوږمۍ شاهزادګۍ بيا وويل: نو بیا موږ يو بزرګ بابا پيدا کئ او هغه پرون ته دلته د کرامت په زور سره را وستلې او تا ته مو زر او طلاوي در ښکاره کړل او بېرته مو ته خپل کور ته و رسولې ستا دا خيال وو چي ته خوب وينې، خو دا حقيقت وو.
موږ دا ټوله کارونه د دې لپاره وکړل، چي ته رشتيا هم د جواهراتو لپاره د هغه جادوګر سره مقابله کولای سې او که یا؟ نو بيا موږ د دې امتحان څخه وروسته مطمئينه سوو او دا دی ته مو يو وار بيا دلته راوغوښتلې.
کله چي سپوږمۍ شاهزادګۍ خپله کيسه پای ته ورسوله، نو شاه زېب چي ټوله سوچ او فکر يې په طلاوو کي وو، سپوږمۍ شاهزادګۍ ته په ډېر تلوار سره وويل: ښه نو بيا هغه طلاوي څه سوې؟
سپوږمۍ شاهزادګۍ په جواب کي ورته وويل: ته هيڅ فکر مه کوه هغه جواهرات اوس هم زموږ سره موجود دي چي په دې وخت کي يوه پرده کش سوه او باچا صاحب راغی.
شاه زېب چي باچا ولیدی نو دی هم فوراً ورته ولاړ سو او په شاهي ډول يې باچا ته سلام ووايه. شاه زېب باچا ته وويل: اوس خو ماته ستا لور ټوله کيسه وکړه، نو اوس تاسي داسي وکئ چي لومړی هغه جواهرات ماته راکئ، بيا به زه په خپل کار پيل وکم.
باچا ورته وويل نه، نه شاه زېبه، هغه جواهرات موږ تا ته هغه وخت درکوو، کله چي ته هغه جادوګر ختم کړې، شاه زېب ورته وويل: باچا شانواز صاحب زما دا قانون دئ، چي زه خپل انعام د کار کولو څخه مخکي غواړم. ما د يوه بل سړي هم داسي يو کار ور وکړي چي د هغه نوم سردار امير حمزه وو، نو هغه هم ما ته تر کار دمخه انعام راکئ، نو ځکه ستاسو څخه هم انعام دمخه غواړم او بل دا چي کله تاسو ما ته تر کار د مخه انعام راکئ، نو بيا زه په ډېر ډاډه زړه او اطمينان سره د هغه تور جادوګر مقابله کولای سم، ځکه نو تاسي ماته انعام مخکي لا راکئ، بيا يې نو تاسي وګورئ، چي زه دغه تور جادوګر څنګه ختموم.
باچا شانواز ورته وويل: ښه نو چي داسي ده نو بيا به موږ داسي وکو چي هغه جواهرات به ټوله تاته در ښکاره کړو هغه به زموږ سره امانت پراته وي، کله چي تا هغه تور جادوګر ختم کئ، نو بيا به موږ هغه تا ته درکو.
شاه زېب چي د باچا شانواز خبري واورېدې نو يې په درد سره و باچا شانواز ته وويل، نو بيا ما بېرته خپل کورته و رسوی. د دې کار لپاره يو بل داسي څوک پيدا کئ، چي هغه تر کار کولو وروسته انعام غواړي، زه د انعام تر اخيستلو مخکي کار نسم کولای. دا زما د قانون څخه خلاف کار دئ. زه له مخکي نعام څخه پرته مقابله نه سم کولای.
باچا شانواز چي د شازيب خبري واورېدې نو يې ورته وويل: ښه نو چي داسي ده نو بيا صحيح ده، موږ به تا تر خپله ځايه پوري بېرته و رسوو.
شاه زېب چي د ځانه سره فکر وکی چي ټوله جواهرات دي د لاسه وزي نو يې ډېر ژر باچا شانواز ته وويل: خير پروا نه لري زه به خپل قانون د سپوږمۍ شاهزادګۍ لپاره مات کم، خو کم تر کمه يو څه جواهرات خو بايد ترمخه راکئ.
باچا شانواز ورته وويل: هو، يو څه به درکو، چي د دې خبري سره باچا شانواز يو څو چکچکي وکړې او د چکچکو په اورېدو سره يو چوکيدار راغی او په ځړېدلي سر د باچا مخ ته ودرېدی او په ډېر ادب سره يې باچا ته وويل باچا صاحب حکم؟
باچا خپل مزدور ته وويل: ور سه هغه زما په خاصه کوټه کي يوه کڅوڼه پرته ده. هغه راوړه، مزدور هم د باچا د حکم سره سم ولاړی، د يو څه وخت په تېريدو سره هغه مزدور بېرته راغی، چي يوه د څرمن څخه جوړه سوې کڅوڼه يې هم په لاس کي وه، باچا کڅوڼه ور څخه واخيسته او هغه مزدور ته يې وويل: ته ولاړ سه.
باچا د هغه کڅوڼي خوله ور خلاصه کړه او هغه جواهرات يې د شاه زېب مخ ته پر مېز باندي واچول. شاه زېب چي کله دغه قيمتي او رنګا رنګ جواهرات وليدل نو ډېر خوشاله سو او ژر يې د خپلي کڅوڼي خوله جواهراتو ته خلاصه کړه او هغه ټول جواهرات ئې خپلي کڅوڼي ته ور واچول. جواهرات چي يې ټوله خپلي کڅوڼي ته ور واچول، نو يې باچاشانواز ته وويل: اوس نو زه د دغه تور جادوګر سره مقابلې ته ښه سم تيار يم.
شاه زېب باچا شاه نواز ته بيا وويل: اوس نو ته داسي وکه چي هغه نجومي چي تاسي ته يې د دغه تور جادوګر په باره کي معلومات در کړی دئ. هغه ما ته راولئ چي زه پوښتنه ور څخه وکړم چي دغه تور جادوګر چيري اوسيږي.
باچا شانواز ورته وويل: ته فکر مه کوه موږ ته يې هم ټوله تفصيل معلوم دئ. هغه تور جادوګر اوس زموږ د رياست په يوه غرنۍ سيمه کي په يوه غار کي په خپل خاص عبادت باندي بوخت دئ، خو هغه جادوګر د خپل ځان د حفاظت لپاره د جادو په زور يو داسي حيوان او مرغان جوړ کړي دي چي دونه خطرناکه مرغان دي چي د ده په يوه اشاره سره هر کار کوي، ځکه نو دغه مرغان هيڅوک نه سي وژلای، ځکه چي دا خو ټوله د تور جادوګر په زور او جادو سره جوړ سوي دي. د دې څخه علاوه د دغه جادوګر د غار خولې ته چي دی پکښي اوسېږي يو بت هم د جادو په زور سره جوړ سوی دی چي د دې بت سره يوه توره ورسره وي، چي د دې توري په واسطه دی يو لوی غر هم ماتولای سي.
شاه زېب چي کله د باچا شانواز خبري واورېدې، نو يې باچا شانواز ته وويل: تاسو د هغه بزرګ سړي څخه چي تاسي ته يې دغه ټولي خبري کړي دي، د دې پوښتنه نه وکړه چي د دغه تور جادوګر سره خو به داسي يو شی نه وي چي د ده مرګ په هغه پوري تړلی وي.
باچا شانواز ورته په جواب کي وويل: هو موږ د هغه بزرګ سړي څخه د دې خبري پوښتنه وکړه، خو هغه راته وويل: چي د دغه تور جادوګر سره داسي شی نسته چي د هغه په واسطه دي دی ختم سي. د ده ټوله طاقت د ده پخپل جسم يعني د ده په بدن کي دئ. کله چي د ده بدن ختم سي نو بيا دی هم ختميږي.
شاه زېب چي دا ټولي خبري واورېدې نو يې باچا شانواز ته وويل: نو اوس تاسي داسي وکئ چي ما هغه ځای ته ورسوی چي هغه تور جادوګر پکښي اوسيږي.
باچا شانواز ورته وويل: نو ته خپلي سترګي پټي که، چي زه دي وهغه ځای ته و رسوم شاه زېب چي د شانواز خبري واورېدې نو يې په ډېره حيرانتيا سره ورته وويل: باچا صاحب! آيا ته هم جادوګر يې که څنګه؟
باچا شانواز ته په جواب کي وويل: يا ، يا زه جادوګر نه يم بلکي دغه يو څه جادو هغه سپين ږيري راښولی دی. اخر شاه زېب هم سر وښوروى او د باچا د حکم سره سم يې خپلي سترګي پټي کړې، ده چي کله سترګي پټي کړې نو ده داسي احساس کړه لکه دی چي په هوا کي روان وي، خو کله چي ده داسي احساس کړه چي دی بېرته پر مخکه باندي راکښته سوى دى، نو ده هم خپلي سترګي خلاصي کړې، ده چي شاوخوا وکتل نو وې ليدل چي دی پر يو لوی غره باندي ولاړ دئ. چي د دې غره سره خورا ډېر مرغان او حيوانان اوسيږي.
په دې ځای کي مرغان دونه ډېر وه چي تا به ويل ټوله مځکه دوی نيولې ده، په دې وخت کي د شاه زېب نظر ناڅاپه پر يوه غار باندې ولګېدئ، چي د دې غار په خوله کي يو بل ډول شی ولاړ وو، چي په لاس کي يې يوه غټه توره وه او سترګي يې ها خوا دې خوا ته اړولې را اړولې.
دی په دې پوه سو چي هغه تور جادوګر به ضرور په دغه غار کي وي د دې سره سم ده هم د خپلي کڅوڼي څخه يو دسمال راوکښى چي د پټو په شان غټ وو، دغه دسمال سلېماني دسمال وو، يعني دغه دسمال چي هر څوک پر سر واچوي هغه سړی هيڅوک نسي ليدلای، نو ده هم دسمال پر خپل سر باندي واچوی، ځکه چي دی په دې پوهېدئ، چي په دغه ځنګله کي چي کم مرغان دي هغه ټوله د جادو په زور سره جوړ سوي دي.
نو ده هم سلېماني دسمال پر سر کړی او د غره څخه ئې را ټوپ کړه، اوس نو دی ښه په اطمينان سره ور روان وو، ځکه چي ده خو هغه سليماني دسمال پر سر کړی وو، خو کله چي تور جادوګر ته ور و رسيدی، نو په دې وخت کي ناڅاپه يو مرغه راغلی او پر ده باندي ئې حمله وکړه، چي دا حمله دونه زوروروه چي شاه زېب داسي احساس کړه لکه د ده روح چي يو څوک ور څخه کاږي او بيا دی بې اختياره پر مځکه باندي ولوېدی او بې هوښه سو.
په دې وخت کي چي کله بې هوښه سو نو خورا ډېر مرغان راغلل او پر ده باندي يې د حملې کولو کوښښ کوى، مګر بخت يې کار کوى ځکه دى چي چيري را لوېدلي وو هغه داسي يو ځای وو، چي د دوو پاڼو منځ وو په دې خاطر مرغانو پر ده باندي سم وار نه سوای کولای.
بيا چي کله شاه زېب بېرته پر هوښ باندي راغلی، نو دی ډېر په درد کي وو، ځکه چي ده دا فکر کوى چي زما چي کم دسمال پر سر وو د هغه سره سره دوی زه څنګه وليدلم. نو که رشتيا هم داسي وي نو بيا خو زه د تېښتې لاره هم نه لرم، ځکه چي دلته خو دا وحشي مرغان دونه ډېر دي، چي ما به په يوه وار ټوټه ټوټه کي.
شاه زېب د ځان سره دغه سوچونه وهل او خپل ځان يې ډېر کمزوری احساسوى، ځکه چي ده خو پخوا داسي فکر کړی وو چي که زه دغه سلېماني دسمال پر سر کړم، نو هيڅوک به ما ونه ويني خو افسوس چي هغسي ونه سول.
په دې وخت کي د ده ناڅاپه دې ته پام سو او سمدستي يې په خپله غوټي باندي لاس ننه ايستی او د هغه څخه يې تختي داودي راوکښله دا يو داسي تخته وه چي کله به پر ده باندي يو ځای ډېر مشکل راغی، نو ده به د دې تختې څخه پوښتنه وکړه او هغه به یې فوراً جواب ورکړی. نو ده هم سمدستي د دې تختې څخه پوښتنه وکړه او ورته وې ويل: راته ووايه چي دغه د جادو مرغانو زه څنګه وليدلم، که څه هم چي زما خو سليماني د سمال پر سر وو او بل دا راوښيه چي زه به څنګه ځان ور څخه خلاص کړم؟
شاه زېب چي هغه تختې ته دغه خبري وکړې، نو د ده د خبرو سره سم پر هغه تختې باندي خط وليکل سو، چي داسي ورباندي ليکلي وه : شاه زېبه تا چي کوم سليماني دسمال پر ځان باندي اچولی وو هغه تا سم پر ځان باندي نه وو اچولی. ستا سر ور څخه راوتلی وو، نو هغه د جادو مرغانو چي ستا د سر دغه راوتلې برخه وليده نو يې پر تا باندي حمله وکړه او د هغوی په حمله سره ستا څخه سلېماني دسمال نور هم ليري سو نو اوس ته داسي وکه چي هغه سليماني دسمال بيا را واخله او د دې واري يې ښه ټينګ پر خپل ځان باندي را وپېچه، چي ټوله ځايونه دي پکښي پټ سي، نو بيا به تا دغه مرغان نه ويني او د زوره ور کېدولو لپاره بيا داسي وکړه، چي د خدای پاک د کلام هر ايات چي وي فرق نه کوي، هغه د ځانه سره ووايه نو به ستا کمزوري هم ليري سي.
شاه زېب چي پر هغه تخته باندي دغه ليکل سوی خط ولوست نو يې هغه تخته بېرته په خپله غوټه کي واچوله او سلېماني دسمال يې پر خپل ځان باندي ښه ټېنګ راوپېچى او خپل ځان يې ښه ټينګ پکښي پټ کئ. کله چي ده خپل ځان په دسمال کي پټ کئ، نو هغه مرغان چي د ده پر سر باندي راګرځېدل او د ده د وهلو کوښښ يې کوى، هغه ټوله کرار کرار سره ليري سول. شاه زېب هم راولاړ سو او د خدای د کلام يو ايت يې د ځان سره و وايه څه وخت چي به ده ايتونه وويل نو دی به په ځان پوهېدی چي د ده په طاقت کي ډېروالی راځي او د جادو مرغانو چي پر ده باندي په حملو کولو سره کم زخمونه جوړ کړي وه هغه هم پر جوړېدو سوه.
شاه زېب پر ځان ښه پام وکړی چي کم ځای خو به يې بيا د سلېماني دسمال څخه راوتلی نه وي. کله چي د ده يقين سو چي هيڅ ځای يې هم نه دی ښکاره نو د هغه ځايه څخه راووتی او د هغه غار پر لور ژر ژر ور روان سو په کم کي چي تور جادوګر اوسېدی او مخ ته يې يو لوی دېب ولاړ دی چي په لاسونو کي يې يوه برېښنده تېره توره وه.
دی هم ورغی هغه دېب ته بېخي نژدې ودرېدی، خو هغه دېب په ده هيڅ خبر هم نه سو. شاه زېب د غار پر لور ور روان سو ده چي وکتل دا يو خورا لوی او پراخ غار وو شاه زېب چي کله غار ته دننه ورغی په دې وخت کي ناڅاپه د ده پر اوږه باندي د يوه زورور سړي ټک سو. ده هم په ډېره تېزي سره هغې خواته مخ ور واړاوه که ګوري چي د غار خوله بنده سوې ده، شاه زېب فکر وکړ چي راسه ژر تور جادوګر مړ کړه، دی چي د غار پای ته ورسېدی نو ده شاوخوا وکتل هلته هم تور جادوګر نه وو، دی حيران سو چي تور جادوګر نو چيري ولاړی، دی په همدې چورتو کي وو، چي د ده بيا تخته داودي ته پام سو او ژر يې هغه د خپلي غوټي څخه راوکښله. همدغه پوښتنه يې ځني وکړه چي تور جادوګر چيري ولاړی؟ يو ګړی وروسته پر دې تخته باندي ليکل سوې وه چي: شاه زېبه ! تور جادوګر ته وغولولې، ځکه چي هغه محضي د دې خالي غار خولې ته دا يو دېب درولي وو دی پخپله په دې غار کي نه دی او کله چي ته د دې غار ته راننوتې نو هغه دېب د غره څخه يوه لويه ډبره را ايله کړه او د غار خوله يې په بنده کړه، چي ته اوس دلته بندي يې او ته د دې غار څخه په يوه صورت وتلای سې، هغه دا چي کمه ډبره چي دېب د غار پر خوله باندي را ايله کړې ده دغه اصلي ډبره ده چي په جادو سره نه ده جوړه سوې، نو ته به اوس د دې ډبرې په هکله يو پلان جوړوې او په خپل زور سره به یې ليري کوې.
شاه زېب چي پر تخته باندي ليکل سوی ليک ولوست نو ډېر حيران سو او بيا يې پوښتنه ور څخه وکړه چي ما خو سلېماني دسمال پر ځان راپېچلی وو نو بيا زه څنګه هغه دېب وليدلم چي زه غار ته ورننوتم.
پر تخته باندي بيا وليکل سوه چي: هغه دېب خو ته ليدلی نه يې بلکې هغه ته ستا د قدمو د پلونو څخه معلومه سوه چي ته غار ته ورننوتې.
شاه زېب د يوې اوږدې ساه په کښلو سره تخته داودي بېرته په غوټه کي واچوله او سلېماني دسمال يې هم د ځانه ليري کی او په دې سوچ کي سو چي څنګه به دغه ډبره د غار د خولې څخه ليري کي، خو د ده په ذهن کي اوس هيڅ داسي يو چم نه راتلی چي دی د دې غار څخه ځان په خلاص کي، ځکه چي تخته داودي خو ورته وويل چي: اوس به ته په خپل عقل او فکر سره داسي يوه لاره پيدا کوې چي ځان په خلاص کې او بل هیڅ شی به هم ستا مرسته ونه کړای سي.
دی ډېر په حيرانۍ کي وو، چي اوس به نو څنګه کوي چي اخر يې د خپلي غوټي څخه يوه ګولۍ راوکښله او هغه يې خولې ته واچول او تېره يې کړه، د دې ګولۍ دا خاصيت وو، چي د ده اواز يې بالکل د تور جادوګر په شان کی.
کله چي په ځان وپوهېدی چي زما اواز د تور جادوګر په شان سوی دئ، نو ژر يې په غار کي لوی لوی نارې جوړي کړې چي زه تور جادوګر يم. کم عقله دېبه د غار دروازه خلاصه که او بيا يې ژر سلېماني دسمال راوکښی او په هغه کي يې ځان ښه پټ کی.
دباندي ولاړ دېب چي دا اواز وارېدی چي تور جادوګر دی، نو يې په لړزانده اواز سره وويل: خو ته خو دلته نه وې.
شاه زېب تر هغه بل وار هم په لوړ او غړغړانده اواز سره ورته وويل: زه تور جادوګر يم بې عقله دېبه زه چي هر وخت وغواړم او هر ځای ته چي وغواړم تلای سم، خو ته اوس ژر تر ژره دا ډبره ليري که. چي یو ګړی وروسته د غار د خولې څخه دېب ډبره لېري کړه. شاه زېب ژر د غار څخه راووتی او ها خوا ته ليرې يې وځغستل. دېب پر هغه ځای باندي په ادب سره ولاړ وو ځکه چي د هغه خو دا خيال وو چي دا تور جادوګر دئ.
شاه زېب بيا پر دېب باندي د تور جادوګر په اواز ږغ وکئ، چي در ځه بې عقله ما بېرته هغه ځای ته بوزه چیري چي زه پخوا اوسېدم.
دېب هم ژر راغی او د يوه بل غار پر لور روان سو.
شاه زېب هم ورپسې سو، تر يو څه مزل کولو وروسته هغه دېب د يو غار خوا ته ودرېدی، د دې غار پر خوله باندي هم يوه لويه ډبره پرته وه.
شاه زېب بيا پر دېب باندي امر وکی، چي دغه ډبره د غار د خولې څخه لېري که. دېب ورته وويل: جادوګره! زه خو دا ډبره نه سم لېري کولای، دا خو صرف د موشا جادو په زور سره لېري کيدای سي.جادوګره! زه ځم چي بېرته پر خپل ځای ودرېږم او د دې سره په چابکۍ سره بېرته د هغه پخواني ځای پر لور روان سو.
شاه زېب د ځان سره وويل: دا موشا جادو بيا څه بلا شی دئ او بيا شاه زېب د غار دروازې ته نژدې ورغی او داسي نارې يې ورته ووهلې: زه تور جادوګر يم، زه تور جادوګر يم. شاه زېب همداسي چيغې وهلې ځکه چي د ده خو يقين وو چي تور جادوګر خپل په شان اواز واوري نو به ضرور خپله د غار د خولې څخه ډبره د موشا جادو په زور سره لېري کړي، او شاه زېب ويل چي ما خو سلېماني دسمال پر ځان اچولی دئ، هغه خو مي نسي ليدلای، چي اخر د شاه زېب چالاکي کاميابه سوه او همداسي و سول.
یو ګړی وروسته د تور جادوګر ږغ سو او هغه ډبره هم د غار د خولې څخه لږ لږ پر لېري کېدو سوه او بيا تور جادوګر د غاره څخه راووتی.
شاه زېب چي وليدل چي تور جادوګر د غار څخه راووتی، نو دی هلته يو ځای ور ته پټ وو، شاه زېب ژر د هغه په غار ننوتی او تور جادوګر چي شاوخوا وکتل هيڅوک يې ونه ليدل نو يې وويل: دا څوک زما په آواز سره ږغېدی، دلته خو هيڅوک هم نسته دا يې وويل: او بيا بېرته غار ته ننوتی، شاه زېب په دې وخت کي په خپله غوټه لاس ننه ايستی او د هغه څخه ئې لوی خنجر راوکښی او په لاس کي يې تيار ونيوی، خو ده دا خنجر هم تر سلېماني دسمال لاندي نېولی وو.
کله چي تور جادوګر غار ته را ننوتی، د غار د خولې هغه لويه ډبره بېرته په خپله راکښته سوه او د غار خوله ئې بنده کړه. شاه زېب خپلي غوټي څخه يوه بله ګولۍ راوکښله او هغه يې تېره کړه، چي په دې سره د ده اواز بېرته د پخوا په شان سو او تور جادوګر ته يې وويل: اې تور جادوګره! تا د سپوږمۍ شاهزادګۍ لاسونه ور ډبري کړل او د هغې ميړه دي هم ډبره کړی دی اوس نو ووايه چي تاته څه سزا در کم.
تور جادوګر چي په غار کي دننه د شاه زېب اواز واورېدی، ډېر حيران سو شا و خوا يې وکتل او بيا يې وويل: ته څوک يې؟ زه دي ولي نه وينم؟
شاه زېب په قهر جنه لهجه سره ورته وويل: ما چي د کوم شي پوښتنه در څخه وکړه د هغه جواب راکړه، تور جادوګر بيا وويل: خو ته يې څوک؟ او بيا يې وويل: و درېږه زه اوس دستي تا معلوموم چي ته څوک يې، دا يې وويل او ژر ژر ها خوا دې خوا وګرځېدی را وګرځېدی او د منتر په ويلو ئې پيل وکی،معلومداره خبره ده چي هغه منتر پر سلېماني دسمال باندې هيڅ تاثير ونه کی او شاه زېب يې بيا هم ونه ليدی.
شاه زېب فکر وکی چي بايد ژر تر ژره يو چم په وکم نو يې هغه لاس چي خنجر يې پکښي نيولی وو په خپل زور او طاقت سره پورته کی او تور جادوګر يې په زړه کي ووهی. نو هغه وو چي تور جادوګر د يوې لويې چيغي په کولو سره پر مځکه ولوېدی او شاه زېب فکر وکی چي راسه يو څو خنجره يې لا ووهه، چي ځاى پر ځای سي،نو بيا يې يو څو نور زورور وارونه هم و وهى، چي تر يو څه وخت وروسته د تور جادوګر ټوله بدن اور واخيستی او مړ سو، چي د دې سره د غار خولې ته پرته ډبره هم خپله ليري سوه او شاه زېب د غار څخه را و وتی.
شاه زېب چي د غار څخه راووتی نو سلېماني دسمال يې بېرته په خپله غوټه کي واچوی او راروان سو. يو څه چي راغلی نو ده وليدل چي شاه نواز باچا او سپوږمۍ شاهزادګۍ راروان دي، چي د دوی سره يو ښايسته ځوان هم ور سره دی او د دوی ټولو تر شا بيا خورا ډېر خلک را روان دئ چي د شاه زېب په نامه سره نارې وهي.
باچا شانواز چي راورسيدی نو په ډېره خوشالي سره يې شاه زېب ته وويل: ته رشتيا هم د دنيا تر ټولو چالاکه او پوه سړی يې چي تور جادوګر دي لا هم مړ کی. واخله دا ستا انعام او د دې سره يې شاه زېب ته د جواهراتو يوه لويه کڅوڼه ور کړه.
شاه زېب هم ډېر خوشاله سو او د باچا شانواز څخه يې د جواهراتو کڅوڼه واخيسته او په خپله غوټه کي يې واچوله او بيا يې باچا شانواز ته وويل: تا ته څنګه دا معلومه سوه چي ما تور جادوګر مړ کئ او تاسي دلته راغلاست؟
باچا شانواز ورته وويل: د سپوږمۍ شاهزادګۍ لاسونه او د هغې د مېړه ټول بدن چي تور جادوګر ډبره کړی وو سم سول، نو ځکه موږ وپوهېدو چي شاه زېب تور جادوګر مړ کړی دئ.
شاه زېب چي د باچا شانواز خبري واورېدې، نو دی هم ور سره قانع سو او د سر په ښورولو سره يې هو ورته وويل: بيا شاه زېب ته سپوږمۍ شاهزادګۍ نور زېوارت او جواهرات هم ور کړله، چي اخير شاه زېب د ډېري خوشالۍ څخه پورته پورته غورځېدی.