پنجشنبه, دسمبر 26, 2024
Home+د یو روغتيايي علمي کانګریس پلي کول | ډاکتر لمر

د یو روغتيايي علمي کانګریس پلي کول | ډاکتر لمر

په تېره لکينه کې هڅه وشوه، چې د افغان روغتيايي کانګرس د تشکيلاتو او اداري اډانې په اړه معلومات ورکړل شي، نو اړينه وبرېښېده چې د کانګریس د دايرولو په اړه هم معلومات شريک شي. د يو علمي کانګریس د دايرولو لپاره په ټوليزه توګه په یوه بڼه کار پېلېږي، چې اقدامات يې په هر مسلک له يو او بل سره ورتوالی لري.

د کانګریس له جوړېدو مخکې ټول علمي مواد راټولېږي، چې بيا د يوې ټولګې په بڼه له کانګریسه مخکې خپرېږي او د کانګریس په ورځ ټولو ګډونوالو ته وړاندې کېږي او په رسنيو کې د کانګریس تر څنګ د علمي ليکنو او د کانګریس د ټولګې په اړه هم معلومات د خپرولو لپاره ورکول کېږي.

له راټولشويو توکيو څخه هغه لېکنې، پرېزنتېشنونه او بينرونه يا پلاکاتونه په نښه کېږي، چې له هغوی څخه کومې ليکنې په ټولګه کې خپرې شي، کوم پرېزېنتېشنونه په تخصصي څانګو کې وړاندې شي او بحث پرې وشي، کوم بينرونه يا پلاکاتونه د کانګریس په هال کې ودرول شي، چې خلک يې د ليدلو، لوستلو او انځورولو امکانات ولري، چې د کانګریس په بهير کې به خلک ګټه ترې پورته کوي او د بينر يا پلاکات مؤلف به د موضوع په اړه معلومات ورکوي.

مخکې له دې چې د کانګریس د پلي کولو په اړه وضاحت ورکړل شي، ښه به دا وي، چې د برېښنايي کورسونو (Online Curs) او يا تدریسي پروګرامونو په اړه لنډ معلومات وړاندې شي. د تخصصي علمي ارتقا او يا د مسلکي پوهې د کچې د لوړتيا لپاره په بېلابېلو مسلکي او تخصصي څانګو کې برېښنايي کورسونه يا حضوري کورسونه دایرېږي، خو همدا ډول برېښنايي څانګېزې زده کړې د پوهنتون په کچه هم په برېښنايي بڼه تر سره کېدلی شي، چې د برېښنايي پوهنتونو علمي سټې د يو انستيتوت او يا پوهنتون په اډانه کې رسمې ثبت کېږي او د درسي توکو کوريکولوم په رسمي بڼه راجستر او محصلينو ته يې وړاندې کوي، چې د همدغه کوريکولوم پر بنسټ بيا د تحصيل په پای کې محصلينو يا پوهنپالو ته ديپلومونه او یا سرتيفيکيټونه (نغوتپاڼې) يا ګډونپاڼې ورکول کېږي، چې حقوقي او رسمي بنسټ به لري.

د یادولو وړ ده، چې په روغتيايي چارو کې د پوهې او تخصصي پياوړتيا لپاره د افغانستان دولت د عامې روغتيا په چوکاټ کې اړ دی، چې د طبي محصلينو، طبيبانو، متخصصينو او پاراميډيکل پرسونل لپاره متواتر مسلکي برېښنايي يا حضوري کوروسونه، سيمينارونه او پرکتيکل کورسونه داير کړي، چې د افغانستان روغتيايي چارې او خدمات په لوړه او عصري بڼه منظم پاتې شي، چې په سيمه او نړېواله کچه سيال روغتيايي سیستم ولري.

برېښنايي کورسونه ډېر تخصصي وي، چې د يوې څانګې پر مشخصه برخه کې په پرلپسې بڼه دايرېږي او د ګډونوالو شمېره يې له ځانګړي بريده نه اوړي. د برېښنايي کورس تدریسي مواد په برېښنا پاڼه کې وي، چې کله يو څوک د برېښنايي کورس لګښت پرې کړي، نو د کورس د تدريسي موادو ديجيتلي بڼې ته لاسرسی مومي. بيا وروسته په برېښنايي کورس کې د (Zoom&Skype) له لارې په تدریسي پروګرام، د موضوع په اړوند سيمينارونو او مباحثو کې ګډون کوي، چې په پای کې د موضوع په اړه آزموينه اخيستل کېږي، چې وروسته له آزموينې د کورس ګډونوال خپله شهادتنامه (نغوتپاڼه) يا ګډونپاڼه تر لاسه کوي.

زموږ د بحث موضوع د افغان روغتيايي کانګریس ده، چې هڅه کېږي په کلنۍ بڼه په افغانستان کې داير شي او د روغتيايي مسلکونو او تخصصونو لپاره به جوړېږي، چې د مسلک او تخصص په پياوړتيا کې ډېر اړين ګام ګڼل کېدلی شي، ځکه اوسمهال په افغانستان کې په روغتيايي برخه کې د داسې یو کانګریس نشتوالی په طبيبانو او روغتيايي متخصصينو کې ډېر په کلکه محسوسېږي، چې دایرول يې د افغانستان لپاره ډېر اړين دي.

څنګه چې مخکې ياده شوه، د کانګریس تشکيلاتي اډانه په ليکلشوې بڼه په لومړۍ برخه کې خپره شوې ده، نو په دې ليکنه کې هڅه کېږي، چې د کانګریس د دايرولو لپاره کوم اړين ګامونه باید واخستل شي، چې (افغان روغتيايي کانګریس) په علمي بڼه دایر شي او ګډونوال يې عصري علمي مواد واوري، وګوري، بحث پرې وکړي او مواد يې د ټولګې په بڼه تر لاس کړي.

لومړی بايد د کانګریس برېښنا پاڼه مخکې له مخکې جوړه شي، چې د کانګریس موخه، د کار توګه، د دايرولو موده، د ځای پته، د ادارې پته او همدا ډول د عمومي موضوعاتو سرليکونه او کتيګوري پکې خپاره شي، چې افغان طبيبان، متخصصين او علمي سټې وکولی شي د کانګریس په اړه معلومات تر لاسه کړي او وکولی شي، د خپلو ليکنو، پرېزنتېشنونو، بينرونو او پلاکاتونو موضوعات وټاکي او په برېښنايي بڼه يې د کانګریس په برېښناپته راواستوي.

د کونکرس برېښنا پته يا ايمېل آدرس ډېر اړين دی، چې علمي سټې وکولی شي، خپل موضوعات، مواد، نظرونو او وړانديزونه د ايمېل له لارې د کانګریس له ادارې يا علمي جرګې سره شريک کړي، چې بيا به د با صلاحيته علمي جرګې لخوا د ويناوالو موضوعات ټاکل کېږي، چې د عمومي غونډې او د سيمينارونو اډانه به يې په اړوند جوړېږي. هغه رغنده وړانديزونه او تنقيدي نظرونه به په علمي جرګه کې بررسي کېږي او د کانګریس مسؤلين به يې د پلي کولو ميکانيزمونه څېړي او پلي کوي به يې.

د کانګریس د ادارې پته بايد معلومه وي، چې طبيبان، متخصصين او پوهان وکولی شي، خپل ليکلشوي مواد د پوست له لارې ورواستوي، خو بايد هڅه وشي، چې کمونيکېشن او ټول موضوعات برېښنايي او يا د ديجيتل په بڼه وي او مواد د (Word Document & Power Point Presentation) په شکل په برېښناپته راولېږي، چې د علمي کميسیون له هوکړې وروسته به د کانګریس په ټولګه کې چاپېږي.

د کانګریس مواد بايد علمي ارزښت ولري، مواد بايد نوي وي او له عصري طبابت سر اړخ ولګوي. ليکنې بايد د علمي قوانينو سره برابرې وي، چې د ليکنې نوم، د ليکوال نوم یا نومونه، د کار مرجعه، ښار او مملکت پکې ذکر شوي وي. وروسته به د ليکنې لنډيز، مقدمه، د ليکنې کليدي لغات، د ليکنې مواد او ميتودونه، د ليکنې پايله او مؤخدونه ښودل شوي وي. د ليکنې عمومي مقدمه کې معاصرې څېړنې مقایسه کېږي، بيا د ليکنې څېړنيزه برخه پکې راځي، چې زیاتره احصايوي مواد پکې ځای پرځای شوي وي، چې وروسته بيا د مباحثې پرتليزه برخه ده او وروسته له دې د څېړنې پايله ليکل کېږي او مؤخذونه د ليکنې په پای کې له شمېرو سره ښودل کېږي. له هرې ليکنې لپاره هرومرو د (Power Point Presentation) هم رااستول کېږي، چې دويناوالو په برخه کې د موضوعاتو او کتيګوريو په اړوند سره به په نښه کېږي. د يادونې وړ ده، چې د ليکنو عمومي لنډېزونه (Abstracts) بايد په انګرېزي راولېږل شي، چې په بهر کې هم د کانګریس مواد د لوستلو او پوهې وړ شي. د علمي ليکنې په لنډيز کې د ليکنې نوم، د مؤلف نوم، کليدي لغتونه، لنډه مقدمه، د څېړنې لنډيز، د څېړنې پايله او انځورونه په برېښنايي بڼه په انګرېزي د کانګریس علمي جرګې ته رااستول کېږي.

پرېزينتېشنونه بايد په (Power Point Presentation) کې بهتره ده، چې په انګرېزي جوړ شوي وي، چې د کانګریس په ورځ به ټول ويناوال خپلې ويناوې د پرېزينتېشنونو پر اساس تر سره کوي، چې وروسته له وينا به سوالونو ته وخت په نظر کې نيول کېږي. د پرېزنتېشن رنګونه بايد سم وټاکل شي، چې په سکرين او پرده باندې روښانه او واضح ښکاره شي. په پرېزنتېشن که به د موضوع، مؤلف، پوهنتون،  انستيتوت، روغتون، ښار، مملکت نومونه، د کانګریس ځای او نېټه ليکل شوی وي. پرېزنتېشنونه بايد په انګرېزي ژبه ليکل شوي وي او وينا کېدلی شي د انګرېزي تر څنګ په پښتو او فارسي هم وي.

په بينرونو او پلاکاتونو کې د تکست تر څنګ انځورونه هم ځای پر ځای کېږي. په دې برخه کې هم د موضوع لنډېز د ځانګړې اډانې په بڼه جوړېږي، چې د ليکنې نوم، د ليکوال نوم یا نومونه، د کار مرجعه ، ښار او مملکت پکې ذکر شوي وي. وروسته به د ليکنې لنډه مقدمه، د ليکنې لنډه څېړنيزه برخه او د ليکنې پايله او د مؤخذونو لنډ لېست به پکې ليکل کېږي.

د کانګریس ټولګه د پورته يادشويو موادو له راټولولو، اصلاح او تدوينه به اېډېت کېږي او د ټولګې بڼه او پوښ به ډېزاين کېږي او مواد به وروسته د اداري او علمي جرګې له هوکړې خپرېدو ته چمتو کېږې، چې د کانګریس په لومړۍ ورځ به ګډونوالو ته د مناسبې بيې په مقابل کې ورکول کېږي او پاتې به يې روغتيايي مرجعو ته د بيې په بدل کې استول کېږي، چې د راتلونکي علمي سيمينار او کانګریس لګښتونه پرې برابر شي.

د کانکریس ځای بايد د افغانستان په يو لوی ښار کې، چې د غونډو او سيمينارونو د جوړولو امکانات ولري وټاکل شي. د مېلمنو لپاره بايد د استوګنې چارې مخکې له مخکې وسنجول شي. د بهرنيو مېلمونو او هغو ګډونوالو لپاره چې له نورو سيمو کانګریس ته راغلي وي، نو له مازدېګره ورته کلتوري پروګرامونه، چې د سيمې تاريخي ځايونه او د سيمې عنعنات پکې بارز وي، جوړ شي. د مېلمنو د ډوډۍ بندوبست مخکې له مخکې بايد شوی وي.

د کانګریس مېلمانه پوهان کېدلی شي بهرني متخصصين وي يا هغه افغانان وي، چې له بهره دعوت شوي وي او يا د افغانستان له نورو سيمو کانګریس ته راغلي وي، نو د هغوی د ډوډۍ، تفريحي پروګرامونو او استوګنې چارې د کانګریس په بهير کې وسنجول شي، چې کارپوهان په ډاډه زړه د (افغان روغتيايي کانګریس) لپاره زړه ښه کړي او ګډون پکې وکړي. په کانګریس کې د ښځينه متخصصينو، ډاکترانو او پوهانو ګډون حتمي دی او د افغانستان ننني واکمن مکلف دي، چې د مېرمنو لپاره د کانګریس ټول سهولتونه برابر کړي.

د کانګریس سرتيفيکټ (ګډونپاڼه) مخکې له مخکې په ديجيتل بڼه جوړېږي، چې د کانګریس د مشر او منشي لخوا لاسليکېږي بيا د کانګریس په وروستۍ ورځ ټولو ګډونوالو ته ورکول کېږي، چې د ګډونوال نوم، د کونکرس نوم، پته، تاريخ او نومرې (پاينټونه) پکې ليکل شوي وي او د کانګریس د مشر او د منشي لخوا لاسليک او ټاپه شوی وي. بايد ياده شی، چې د ويناوالو او بينروالو د موضوعاتو ځانګړي سرتيفيکېتونه يا نغوتپاڼې په پام کې نيول کېږي او د کانګریس په وروستي ورځ دغو ويناوالو (ګډونوالو) ته ورکول کېږي.

د کانګریس د بهرنيو او نورو سيمو د مېلمونو لګښت بله هغه برخه ده، چې د پاملرنې وړ ده. هغه پوهان چې له بهره راغوښټل کېږي، نو د ټکت مصرف يې له ۱۰۰۰ آيرو نيولې تر ۲۰۰۰ آيرو کېږي، نو د دغه لګښت چارې بايد په څه ډول تره سره شي؟ دا هغه پېښه ده، چې کېدی شي ډېر پوهان يا متخصصين دغه لګښت ته زړه ښه نه کړي، نو د دغه لګښتونو چارې بايد د افغانستان له واکمنو سره مطرح شي او يا سپانسرشېپ ورته په پام کې ونيول شي. د بهرنيو پوهانو لپاره کېدلی شي د (ZOOM) او يا (Skype) له لارې د دې امکانات برابر شي، چې وکولی شي، خپلې څېړنې په برېښنايي بڼه (Online) وړاندې کړې، خپلې ويناوي تر سره کړي او د هممسلکانو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

د کانګریس په ترڅ کې د ګډونوالو د ډوډۍ، ناشتا، چای، اوبو او شربتونو لګښتونه بيا نور دي، چې د دې لپاره بايد سپانسران ولټول شي، له تجارانو اعانې (بسپنې) راټولې شي او د افغانستان واکمن هم بايد خپله فعاله برخه پرې کړي. د خوراکي موادو د حفظاالصحې مسئلې ته بايد ډېر پام وشي او مسؤليت يې افغان چارواکي بايد تضمين کړي. بل اړخ د کانګریس د ځای، امنيتي چارو او د ادارې لپاره د خلکو ګومارل او د هغوی لګښتونه دي، چې په دې برخه کې د افغانستان د واکمنو فعاله ونډې ته اړتيا ده.

ولې دا ډول علمي کانګریس ته په افغانستان کې پوهان يا متخصصين زړه نه ښه کوي، نو دغه پوښتنه بايد تشريح شي او علتونه يې په نښه شي. بايد ياده شي، چې لومړی علت يې دا دی، چې د ښو څېړنيزو ليکنو لپاره د موادو راټولول ستونزمن کار دی، له بل اړخه په روغتيايي چارو کې ځانګړې پېښې ډېرې نادرې دي، چې په لويو روغتيايي مراکزو او يا لويو روغتونونو کې چې مراجعين يې زيات وي، شتون يې ممکن وي، چې يو کېس رپوټ پرې جوړ او وليکل شي او داسې يو کانګریس کې يې مواد د نورو متخصصينو د ارتقا لپاره ګټور پېښ شي. په ټولو ملکونو کې دې علمې برخې يا کانګریس ته بېله بوديجه په پام کې نيول شوې ده، چې افغان واکمن هم اړ دي په دې برخه کې د کانګریس لپاره بوديجه وټاکي.

بله ستونزه په افغانستان کې د روغتونونو، طبيبانو او متخصصينو په منځ کې د نه همکاري احساس دی، چې په دې برخه کې د افغانستان سياسي، ژبنيز او حتی مذهبي اړخ خپل اغېز لري، نو د ښه کانګریس لپاره د دغه برخې د همکاري د پياوړتيا لپاره بايد د ذيدخله مرجعو او متخصصينو همغږي رامنځ ته شي. نن سبا د عامې روغتيا د وزارت د څانګو او روغتيايي مرکزونو همکاري ته اړتيا ډېره سخته محسوسېږي.

هغه افغان طبيبان او متخصصين يا روغتيايي علمي سټې چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، زياتره يې له فاميلونو سره له افغانستانه وتلي دي، چې کورني او ټبري اړيکې يې له افغانستانه پرې شوې دي او په بهرنيو ملکونو کې يې خپل مسلکي ژوند پيل کړی او ژوندون يې په پردي ملک کې مضبوت شوی او ټولنيز اړخ يې ثابت دی، نو د دې اړتيا نه ويني، چې وړيا ځان په يو علمي جنجال آخته کړي، چې کومه تخصصي، معنوي، علمي او يا هم پولي ګټه ورته نه لري، نو ولې په دا ډول کانګریس کې ځان مصروف کړي. کېدی شي ځينې لوستونکې نيوکه وکړی، چې افغانستان پر دوی حق لري، ځکه يې د افغانستان په نامه تحصيل کړی دی، مګر بايد ياده کړم، چې دا ډول طرزتفکر سم نه دی، ځکه په وروستۍ نيمه پېړۍ کې ډېر خلک د بېلابېلو واکمنيو له ظلمه تېښتې ته مجبور شوي او يا هم د دوی امنيت د کمونيستي، تنظيمي او ګوندي جګړو په ترڅ کې نه دی نيولی شوی، نو اړ شوي، چې خپل کور، ځمکه، شتمني او حتی خپل او خپلوان پرېږدي او له افغانستان ووځي او د پرديسي ژوند خپل کړي او ټول پاتې ژوند په انزوا کې تېر کړي او اولادونه يې هم په پردي ذهنيت لوی شي، نو د دا ډول پوهانو او متخصصيڼو د تشويقولو او اقنا لپاره کوم وړانديز موجود دی، چې د افغان روغتيايي کانګریس لپاره کار وکړي او فعال ګډون پکې وکړي؟

په ۱۹۹۹ ميلادي کال په نيدرلند کې د افغان ډاکترانو يوه مسلکي ټولنه د یو شمېر ډاکترانو لخوا جوړه شوې وه، چې تر ۲۵۰ تنو ډاکټرانو خپل نومونه په يو لېست کې ليکلي ول. هغه مهال د روغتيا مجله راايستل شوې وه او لګښت يې هم يو شخص پر غاړه اخيستی وو، چې د افغان ډاکترانو په کلنۍ غونډه کې يې ۲۵۰ تنو طبيبانو ته په وړيا توګه دوې لومړنۍ ګڼې وېشل شوې وې او وروسته له تفريح د مجلې په اړه د افغان ډاکترانو او متخصصينو نظرپوښتنه تر سره شوې وه. زما له معلوماتو سره سم، بايد ياده کړم، چې ټول بحث پر ژبه او د افغاني ډاکترانو په ژوندليکونو وو. د مجلې ۸۰ سلنه پښتو وه او د بيوګرافي برخه يې نه درلودله او موضوعات يې نوې علمې څېړنې او ژباړي وې، خو بحث پر محتوا نه وو، مګر دا ويل کېدل، چې پښتو ژبه يې ډېره ده، ژبه يې ګاټه ده او فارسي پکې کمه ده، خو غوښتنه له ټولو دا وه، چې د ژبو کميسيون جوړ کړي او د هرې ژبې مواد د مجلې په پته ورواستوي. د روغتيا مجله صرف دوه کاله وچلېدله او بيا په ټپ ودرېدله، چې په افغانستان هم د امريکايانو يرغل په ۲۰۰۱ ميلادي کال پيل شو او په ټوليزه توګه اړيکې هم د افغانستان د اخوډب په اړوند ترينګړې شوې او په نيدرلند کې د افغان ډاکترانو ټولنې هم سقوط وکړ.

په پای کې بايد ياده کړم، چې د پورته يادو شويو ستونزو په شاليد کې بايد د کانګریس د جوړولو او دايرولو پر امکاناتو باندې په جدي توګه متمرکز شو. د درېورځني کانګریس لپاره چې هره ورځ له سهاره په اتو بجو پيل شي او تر دولسو بجو پورې مخکې له ماسپښينه او بيا  د ماسپيښن تر يوې بجې پورې يو ساعت د ډوډۍ او لمانځه وخت پکې واېستل شي او بيا د ماسپښين له يوې بجې تر پنځو (۶) بجو پورې د کانګریس وخت وټاکل شي او هر دو ساعته ۱۵ دقيقې تفريح ورکړل شي، نو په ۳،۵ ساعتونو کې مخکې له ماسپښينه او ۳،۵ ساعتونه له ماسپښينه تر مازديګره، چې هر ويناوال ته ۱۵ دقيقې ورکړل شي، نو د درې ورځني کانګریس لپاره هره ورځ ۲۸ ويناوالو ته، چې په درېو ورځو کې ۸۴ تنه کېږي، چې د دومره علمي سټو موندل به آسانه کار نه وي. د دې تر څنګ د هر بينر او پلاکات لپاره هم د بينرونو د تعداد پر اړوند کېدلی شي ۳۰ تنو طبيبانو يا پوهانو ته اړتيا وي، چې خپل بينر يا پلاکات تشريح کړي. د تخصصي پروګرامونو لپاره د سيمينارونو لپاره چې د عمومي غونډې تر څنګ به غبرګ دايرېږي، نو هلته هم متخصصينو او اداري چارواکو ته ضرورت دی، چې د کانګریس دايرول نور هم کړکېچن کوي.

په پای کې بايد ياده شی، چې د يو موفق کانګریس د دايرولو لپاره د لګښتونو چارې او د روغتيايي څېړونکو، متخصصينو او علماوو موندل ډېر ستونزمن کار دی، چې پرته د دولتي واکمنو او قوي سپانسرانو، چې خپلې بسپنې د دغه ملي، علمي او انساني خوځښت، چې د يو ساينتفيک روغتيايي کانګریس په بڼه به ډایرېږي، له همکاريو او مرستو نا ممکن کار دی، مګر د دا ډول کانګریسونو دايرول د طبيبانو، متخصصينو او څېړونوکو لپاره ډېر اړين  او حياتي دی، ځکه نو په دې برخه کې د ټول افغان پوهانو، تجارانو او واکمنو ژمنتيا، همکاري او هوډ ډېر ضروري دي، چې د افغان روغتيايي کانګریس پر لوري جوت ګامونه پورته شي.

لمنليک: په ليکنه کې انځورونه د کانګرس برېښناپاڼې، سرتيفيکټ، بينر او کېسرپوټ بڼو ته نغوته کوي، چې د عمومي معلوماتو لپاره په ليکنه کې ځای پر ځای شوي دي.

و من الله التوفيق

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب