جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبغلان کې د مجرمینو د پېژندلو لپاره ۳۵۰ امنیتي کامرې نصب شوې

بغلان کې د مجرمینو د پېژندلو لپاره ۳۵۰ امنیتي کامرې نصب شوې

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) ‏بغلان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وایي، د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار کې د جنایي جرمونو، غلاوو او مجرمینو پېژندنې لپاره ۳۵۰ امنیتي کامرې نصب کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو کامرو ۲۰ ملیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دې کامرو ټول لګښت د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکړل شوی دی.

طالب چارواکي وایي په هېواد کې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکوي او په همدې پار یې ګڼ شمېر ولایتونو کې د جنایي جرمونو مخنیوي په موخه امنیتي کامرې نصب او ګرځنده ځواکونه ګمارلي دي.

1 COMMENT

  1. په ېاد ولرۍ چی کامره ېواځی ظاهری خطرونه تاسو ته در ښاېې خو هغه نفرت چی د خلکو په زړونو کی پټ دی د کامری پر مټ تاسو نشۍ معلومولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...