سه شنبه, دسمبر 24, 2024
Home+د يوې دقیقې مدير / حبيب الرحمن احمدي

د يوې دقیقې مدير / حبيب الرحمن احمدي

 د مدیریت اړوند په لسګونو کتابونه ليکل شوي، لاهم دغه پروسه دوام لري. د دغو کتابونو له جملې څخه يو هم (د يوې دقيقې مدير) دی. دغه اثر‌ چې د يوې کيسې بڼه لري، دوو امريکايي ليکوالو کانت بلانچارد او ډاکتر سپانسنر جانسن لخوا ليکل شوی دی. شاوخوا ديارلس ميليونه ټوکه پلورل شوی، اوو ديرشو ژبو ته ژباړل شوی دی. له نيکه مرغه پښتو ژبې ته ښاغلي (میراحمد ياد) په ډيره خوږه او روانه ژبه را ژباړلی دی.

که څه هم کتاب د حجم له پلوه کوچنی، خو د مانا له پلوه يو ستر کتاب دی. د لوستونکو د پوهولو لپاره د ساده مثالونو راوړل، د جملو لنډون او دقيق انتخاب، په ټوله کې د دغه کتاب ځانګړنې بللی شو.
ديوې دقیقې مدير يو سمبول دی، دامو پوهوي چې د مدير په توګه يوه دقيقه د خپلو کار کونکو مخونو ته وګورو او دا خبره ذهن ته وسپارو، چې دوی زموږ مهمه سرچينه ده.
د کتاب کيسه داسې پيل کيږي، چې يو هوښيار او ځيرک ځوان غواړي چې يو بريالی مدير ولټوي، ترڅو له هغه سره کار وکړي او هماغسې شي. کلونه د نړۍ په بېلابيلو سيمو کې له هر رنګه مديرانو سره مرکې وکړي، د مديرت بېلابېلې بڼې په لويه کچه مطالعه کړې، خو له يوې بڼې يې هم راضي نه وي. له داسې ترخو (سختګيرو) مديرانو سره مخ شي، چې سازمانونه يې بريالي وي، خو له بده مرغه کار کوونکي يې ناکام وي. ټولو مديرانو به ويل زه يو تريخ او سختګير مدير يم، پر حالاتو واکمن يم، وروستۍ خبره تل زه کوم. له ډيرو ګرځيدو وروسته يوه ورځ (د يوې د قیقې مدير) په نامه له يوه بريالي مدير سره وپيژني. له هغه څخه د بريالي مدیریت په تړاو پوښتنې کوي، هغه د خپل مدیریت د برياليتوب راز په دريو تخنیکونو کې واضح کړي. ۱- د يوې دقیقې موخې. ۲- د يوې دقیقې هڅونې۳- د يوې دقیقې رټنې.
*۱- ديوې دقيقې موخې:* چې د يوې دقیقې د مدیریت لومړی راز ده.
په لنډ‌ او ګټور ډول د يوې دقيقې موخې ټاکل:
۱- په موخو توافق وکړئ.
۲- سمه يا مناسبه کړنه په دقیق ډول مشخصه کړئ.
۳- ټولې موخې په يوه پاڼه کاغذ کې له ۲۵۰ په لږو کليمو وليکئ.
۴- هره موخه بيا بيا ولولئ، لوست يې بايد له يوې دقیقې ډېر وخت ونه نیسي.
۵- هره ورځ يوه دقيقه وخت د خپلو کړنو ارزونې ته ورکړئ، وګورئ چې کړنې مو له موخو سره سر خوري که نه؟
*۲- د يوې د قیقې هڅونې:* چې د يوې دقیقې د مدیریت دوهم راز ده چې په لاندې ډول يې خلاصه کولای شو.
۱-خپلو کارکونکو ته په دقیق او څرګند ډول ووايئ چې کوم کارونه يې سم ترسره کړي دي.۲- خپل کارکونکي وهڅوئ، له لاسه يې ونيسئ، يا يي په اوږه وټپوئ چې احساس کړي تاسو يې بريا غواړئ.
۳- کار کوونکي مو چې کار سم ترسره کوي په پوره خلوص ورته ووايئ چې له کاره يې څومره خوښ او راضي ياست او دده کړی کار سازمان ته څومره ګټه رسوي.
۴- يوه شېبه غلی شئ چې ستاسو ښه احساس هغه ته انتقال شي.
۶- هغوی راوبلئ چې بيا هم همداسې ښه کار ترسره کړي.
*۳- د يوې د قيقې رټنې:* چې د يوې دقيقې د مدیریت دريم او ورستی راز ده چې لنډيز يې په لاندې ډول وړاندې کولای شو.
۱- خپلو کارمندانو ته له مخکې ووايئ، چې د خپل کار په اړه نظر درته پرته له ويرې په څرګندو ټکو بيان کړي.
۲- کار کونکو ته په څرګند ډول ووايئ چې څه تيروتنه يې کړې.
۳- ټينګار پرې وکړئ چې هغوی ښه دي، خو د کار دا بڼه يې ستونزه لري.
۴- پام مو وي چې د کار کونکي د رټنې په وخت کې د هغه شخصي حريم خيال وساتئ، احساس ورکړئ چې هغه خپله تکړه ده خو دغه کار يې سم نه و.
رټنه مو بايد د سمون په ډول وي، نه د سپکاوي په ډول.
دکتاب له پاڼو ځينې مهمې جملې:
څوک چې د ځان په اړه ښه احساس ولري، ښې پايلې به ولري.
زما تر ټولو ښه دقیقه هغه ده چې په يوه انسان مې پکې پانګونه کړې وي.
ټول انسانان په بالقوه ډول ګټونکي دي، ځينو يې د بايلونکو څيرې(نقابونه) پرمخ کړې دي، مه پرېږدئ چې د هغوی ظاهري څيره مو تېر باسي.
موږ يوازې خپل چلند نه يو، بلکې موږ هغه خلک يو چې خپل چلند مدیریت کوو.
موخې د چلند پيل او پايلې يې دوام دی.
د پايلي په توګه ويلی شو، چې د يوې دقيقې مدير يو سمبول دی او موږ دومره نه قيد کوي چې هرڅه بايد همدې يوې دقيقې ته راټول کړو، بلکې دا کتاب موږ سره ددې تخنیکونو په زده کولو کې مرسته کوي، نور نو زموږ خپله وړتيا او درک دی چې په خپل ژوند، کار او اداره کې دا تخنيکونه څنګه عملي کړو.څنګه خپل کار کونکي خوشحاله او سازمان بريالی کړو.
ليکنه: ح، احمدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب