دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو لومړی پړاو...

د پاکستاني حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پیل شو

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) نن (دوشنبه) د پاکستان د حکومت او د تحریک انصاف ګوند ترمنځ په پاکستان کې د سیاسي کړکېچ پای ته رسولو لپاره د خبرو لومړی پړاو پيل شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې د تحريک انصاف ګوند پلاوي اعلان وکړ، چې په دغو خبرو اترو کې يې د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان او د دغه ګوند د نورو بنديانو د خوشې کولو او د د قاضي القضات تر څارنې لاندې د قضايي کمېټې د جوړولو په ګډون د عمران خان سره د ليدو غوښتنې مطرح کړې دي.

پاکستان له ۲۰۲۲ کال راهیسې د لومړي وزیر له څوکۍ د عمران خان له ګوښه کېدو وروسته له ژور سیاسي بحران سره مخ دی.

د دې سیاسي کړکیچ د له منخه وړلو لپاره د پاکستان حکومت پرون یکشنبه د تحریک انصاف له ګوند سره د خبرو په خاطر کمېټه اعلان کړه.

په کمېټه کې د اوسني لومړي وزیر شهبازشریف مرستیال او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، رانا ثنا الله، سناټور عرفان صدیقي، راجا پرویز اشرف، نوید قمر، خالد مقبول صدیقي، علیم خان، چودري سالک حسین او سردار خالد مغسي شامل دي.

تر دې وړاندې، د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر ګوهر علي خان ویلي وو، چې د پاکستان حکومت او اپوزیسیون ترمنځ د مخکې تګ لپاره یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب