Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان پر رېللار؛ په لیندۍ میاشت کې تر ۴۵۲ زره مټریک...

د افغانستان پر رېللار؛ په لیندۍ میاشت کې تر ۴۵۲ زره مټریک ټنو زیات لېږد رالېږد شوی

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۳مه) د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په خپله اېکس پاڼه لیکلي،چې د روان کال په لیندۍـ قوس میاشت په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره ۱۳۳ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

حق شناس وایي د خواف هرات بندر له لارې ۲۲۰۲ ټنه، تورغونډۍ بندر له لارې ۷۴۷۰۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۵۶۳۰ ټنه، حیرتان بندر له لارې څخه ۳۴۹۵۹۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، د یادې اندازې صادراتو او وراداتو له ډلې د قوس میاشت کې ۷۷۷ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...