Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان د افغانستان له بازار نه څه باندې ۲ ملیارده ډالر تاوان...

پاکستان د افغانستان له بازار نه څه باندې ۲ ملیارده ډالر تاوان سره مخ دی

تاند ( دوشنبه د مرغړمي ـ جدي ۳مه) د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یا PAJCCI خبرداری ورکړی، که په سوداګریزه برخه کې پاکستان خپل انحصاري سیاست ته دوام ورکړي؛ نو د ۲.۷۶ میلیارد ډالرو په ارزښت به د افغانستان بازار له لاسه ورکړي.

دوی د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دوام به یې د افغانستان ټوله سوداګري چابهار ته انتقال کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان ټرانزیټي سوداګرۍ په اړه وروستيو محدودیتونو دوه اړخیزه سوداګري ۸۰ سلنه راکمه کړې ده.

د ګڼو تړونونو، ناستو او ژمنو سره سره بیا هم وخت ناوخت پاکستان خپلې دروازې د افغان سوداګرو پر مخ تړلي، خو د طالبانو حکومت وایي، چې اوس د انحصار له پخواني حالته راوتی او دمګړۍ منځنۍ اسیا، چین، ایران، هند او اروپایې هېوادونه اوس هغه ګڼ انتخابونه دي، چې افغان سوداګر یې د کراچۍ له بندره بې پروا کړي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...