جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپه دې ورځ شوروي پوځیانو پر افغانستان یرغل وکړ

په دې ورځ شوروي پوځیانو پر افغانستان یرغل وکړ

تاند- له نن څخه ۴۴ کاله پخوا د ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۷مه /۱۳۵۸ د جدي ۶/ د شوروي اتحاد سره پوځ پر افغانستان یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې د واک پر ګدۍ کښېناوه.

د ځینو نړیوالو شمېرو له مخې، په هغو نهو کلونو کې چې پخوانۍ شوروي اتحاد پر افغانستان ولکه درلوده، یو ملیون ولسي خلک وژل شوي دي.

۹۰ زرهیې شوروي ضد وسله وال مخالفان یا مجاهدین، ۱۸ زره افغان سرتېري، او څوارلس نيم زره شوروي پوځیان هم ووژل شول.

پر افغانستان د شوروي د یرغل په نتیجه کې شاوخوا لسو میلیونو افغانانو خپل کلي او کورونه پرېښودل؛ ایران، پاکستان او د نړۍ نورو هیوادونو ته یې پناه یووړه.

یو شمېر نور کارپوها ن بیا وايي؛ پر افغانستان د شوروي یرغل د دې سبب شو چې د دې هیواد سیاسي؛ اقتصادي او ټولنیزې خواوې کمزورې او د ګاونډیو مداخلو ته په کې زمینې برابرې شي.

د هغو محرمو اسنادو له مخې چې د پخواني شوروي اتحاد له ارشیف څخه لاس ته راغلي روښانه کیږي چې د هغه وخت سیاسي او پوځي مشرانو د افغانستان پوځي اشغال د «شوروی اتحاد یوه تاریخی اشتباه او غمیزه» بللې ده.

ډیری څارونکي وایي چې دغه یرغل د شوروي اتحاد په دننه کې هغه یو تباه کونکی طوفان په خوځښت راووست چې په نهایت کې یې د شوروي امپراتورۍ د ړنګیدو بهیر ګړندی کړ.

د شوروي د ارشیف اسناد ښیې چې د دغه هیواد مشرۍ دیره لیوالتیا نه درلوده چې افغانستان ته ډیر زیات سرتیري واستوي. خو د افغانستان د خلق د دیموکراتیک ګوند مشرانو په دې اړه زیات ټینګار درلود.

د اسنادو له مخی کرملین اندیښنه لرله چې له «حفیظ الله امین څخه به دوهم انور السادات جوړ شي، نو د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د سیاسی بیرو یوې کوچنۍ کړۍ پر افغانستان د یرغل پرېکړه وکړه.

د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر، میخایل ګوربه چوف، د خپل هیواد د پوځونو جګړه د هندوکش د غرو په لمن کې د «ناسور ټپ» وګاڼه او پریکړه یې وکړه چې د « ټپ» د درملنی لپاره لاره پیدا کړي. هغه د 1989 کال د فبروری په میاشت کې خپل پوځونه له افغانستان څخه وایستل. خو دې ټپ د افغانانو او روسي پوځیانو پر جسم او روح دومره ژور فزیکي او روحي اغېز وکړ چې تراوسه پورې یې لا نښې شته.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جگړې پای په دې هیواد کې د یوې بلې جگړې پیل و. د سرو لښکرو له وتلو دوه کاله وروسته مجاهدین بریالي شول او څو میاشتې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جگړې پیل شوې چې په نتیجه کې یې لا نور افغانانان ټپیان او ووژل شول او زیات شمیر نور مهاجر شول.

6 COMMENTS

  1. تر نړیوال برغلګر خو روسي لښکرې يو په زره شرف درلودل.ماشومان به نیږدې ورتل ټوکې به یې ورسره کولې په شوبلو به ورسره ناست وه سره له دې طاغوتي جهادیانو د همدغې نړیوالې یرغلګرې په مرسته ورباندي یرغل کول. بیا هم روسي لښکرو د وچو له کبله شنه نه سوزول. د بشریت په نامه حامیانو خو به په لس کیلومتري کې بیګناه لارویانو ته هم بمونه ورغورځول او په ګولیو به یې شیلک کول. مګر روسي سرتیرو ته به خلک ورتلل تیل به یې هم ورکول.هغوۍ افغانې دود ته ډیر ژمن وه د نړیوال د بشریت په نامه حامي د بشریت دښمن امریکې او د بشریت وژونکي ناټو وحشي لښکرو په پرتله. دا هغه چا ته معلوم دي سي په وخت کې یې ژوندون په افغانستان کې درلودل. د نړۍ ولسونه په تیره بیا د عراق لیبیا افغانستان ولسونه د ملګرو ملتو تر چتر لاندي وحشي د انسانیت دښمن یرغلګر ښه پیزني.د افغانستان جاهل ولس د جهادي سوډرانو د تور اسلام تر سحر لاندي لا تر اوسه ویده دي.دا هغه اسلام او جهاد ده سي لوی دجال زبیګنر بریژنسکي به په پيښور کې لونګۍ والو پکول والو او قره قلي والو لعنتي اشرارو ته توپک په لاس د افغانستان غرو ته په اشاره ویل. تاسي به په دغه وسله د هغو غرو شاته ځۍ او جهاد به کوۍ. مرتدو سوډرو اشرارو به لوی بیدینه کافر پولڼډي یهود زبیګنر بريژنسکي ته نره تکبیر نارې وهلي. 😭 😡. کله سي روسانو افغانستان یله کړه دوۍ د ازادي پتنګان تر اوسه د تروریست په نامه وژني.موږ د تاریخ په طول کې افغانان تل د بل لپاره جنګیدلي یو په هیواد مین مو یا وژلي او یا شړلي او هیواد مو د خاتن په هدیره بدل کړی او هم ځان د بل غلام کړی. لعنت په طاغوتي جهاد لعنت په هغه چا سي دغه هیواد ازاد کړئ نه بلکې تل د بل مستعمره کړئ 😭

  2. د جدی شپږمه = د افغانستان د تاریخ او جغرافیا د سر په وریښتانو کی د شپوږو د هګیو خوشی کول = د استعمار و امپریالیزم د بل کلی د سوداګرانو د شامپو د تولید د فایریکی فعّالیدل = د شپوږو د شتون څخه اعظمی ګټه اخیستل = د ټول کلی ( نړی ) د سیاسی _ فرهنګی _ اخلاقی نقشی بدلون.

  3. لعنت دی وی په شوروی او ددوی د بشر دوښمن کمونیزم باندی همدا ظالم شوروی خرس وو چی د خپل تربیه کړی ملی خائین غلام حسن شرق په مټو او د لیونی شهید محمد داؤد تر ساختګی رهبری لاندی خائینه کمونیستی کودتا وشوه او د ظالمو شورویانو شعار دنفاق اچول وو او دا ئی د خپلو تربیه شوو غلامانو په وسیله عملی کړ او افغان ملت په اتحاد سره دا دوګما کمونیزم له مینځه یووړ او شوروی تیښتی ته مجبور شو او غلامان ئی مختلفو خواو ته په تیښتی شول اما افسوس چی د افغان ملت جهاد څخه شیطان امریکا سؤ استفاده وکړه او د پنجابی پاکستان تر رهبری ساختګی تنظیمونه ئی رامینځ ته کړل او هم د مهاجرینو اولادونو لپاره قدیانی ساختګی طالبانو مدرسی د امریکا په ډالرو جوړی کړی او افغان ملت اوس د شیطانو امریکا او انګلیس او پنجابی پاکستانو غلامانو سره لاس په ګریوان دی او اوسنی حالت کښی ددی مکروبونو له مینځه وړلو لپاره ملی پاڅون ته اشد ضرورت دی !!!!!

  4. په ټوله کې سور سپی د لیوه ورور دی ! جنایتکار پخوانی روس ، غدار او ظالم بریژنیف، دبشریت ضد مکروب ، دهغه مزدور ان لکه حفیظ الله امین خلقی خلکی ، ببرک کارمل کارغل نجیبالله ګاو او داټول مرتجع تر ګلم جم پورې په هیڅ صورت دتوجیه او کریدت وړ نه دی . هر استعمار خپل مردار سر پوښ لری او کاسه لیسان!

  5. بلی د ملی خائین لیونی محمد داؤد کمنیستی کودتا د شورویانو یرغل ته زمینه برابره کړه او د افغان ملت دوامداره بدبختی ئی رامینځ ته کړه او ددوامداری اشغال ل‍‍‍‍‍‍‍‍پاره اوس د انګلیس چوچه ، شیطان انګلیس او غلیسی امریکا د خپلو غلامانو په وسیله وحشیانه لوبی شروع کړی دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب