شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بېنظر بوټو ۱۶ تلین

د بېنظر بوټو ۱۶ تلین

تاند- له نن څخه ۱۶ کاله پخوا د ۲۰۰۷ م کال د دسمبر په ۲۷ مه د پاکستان د پیپلز ګوند مشره او پخوانۍ صدراعظمه بېنظر بوټو په راولپنډۍ ښار کې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ووژل شوه.

مېرمن بوټو چې دوه ځلې یې د پاکستان د صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړې، د ۲۰۰۷م کال د دسمبر په ۲۷مه په راولپنډۍ کې هغه وخت په يوه ځانمرګي برید کې ووژل شوه، چې له یوې غونډې وروسته بېرته اسلام اباد ته پر لاره وه.

ظاهراً د دې ترور مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه واخیست او القاعده هم د دې په ترور کې په لاس لرلو کې شریکه وبلل شوه خو د پیپلز ګوند او بوټو کورنۍ آی ایس آی په دې پېښه کې په لاس لرلو شکمن ګڼي خو د دې لپاره چې دا ګوند غواړي په پاکستان کې سیاسي رول ولري، په دې اړه ډېر څه نه وايي.

بېنظیر د پاکستان او اسلامي هیوادونو په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه چې صدارت ته ورسېده.

د ١٩٨٨ د نوومبر په شپاړ سمه، د پاکستان خلکو له یوې لسیزی وروسته په لومړنیو ازادو انتخاباتو کې د پخواني صدراعظم، ذوالفقارعلی بوټو لور، بېنظیر بوټو، د صدر اعظمې په توګه غوره کړه.

خو مېرمن بوټو پرې نه ښودل شوه چې د صدارت دوره بشپړه کړي. دا له ۱۹۸۸ څخه تر ۱۹۹۰ صدراعظمه وه. په ۱۹۹۳ کې بیا صدراعظمه غوره شوه خو دا ځل یې تر ۱۹۹۶ پورې صدارت وکړ.

دا په معاصر تاریخ کی د یوه اسلامی هیواد لومړنی ښځینه مشره وه. په ١٩٧٧ کی، کله چی جنرال محمد ضیاء الحق په یوه پوځی کودتا کې واک ترلاسه کړ، ذوالفقار علی بوټو یې محاکمه کړ، او ځکه یې اعدام کړ چی ویل یې په ١٩٧۴ کې یې د یوه سړي د وژلو امر ورکړی و.

بېنظیر بوټو په وروسته اوو کالو کې څو ځله په خپل کور کې نظربنده شوه. په ١٩٨۴ کې بېنظیر بوټو بریتانیا ته وتښتېده او هلته د پاکستان د پیپلز ګوند، چې د دې پلار تاسیس کړی و، مشره شوه

ضیاءالحق په ١٩٨٨ کې د متحده ایالاتو له سفیر سره یو ځای د الوتکي د لوېدلو په یوې پېښې کې مړ شو او په پاکستان کې د قدرت خلا منځته شوه.

د پوځي واکمن جنرل پروېزمشرف په وخت کې جلاوطنه شوې وه او د ۲۰۰۷م د اکتوبر په مياشت کې بېرته وطن ته ستنه شوه. د کراچۍ په کارساز سيمه کې د هغې د هرکلي په کاروان بريد شوی و چې پکې تر ۱۵۰ زيات کسان پکې ووژل شول خو هغه روغه ووته. بيا په همدغه کال د دسمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لياقت باغ کې له غونډې وروسته په ځانمرګې بريد کې ووژل شوه.

2 COMMENTS

  1. دا نازنینه د ژوندی‌وی کاشکې داخره ملایان د زړو عربو غلامان مردار شوی وی ! ډیر پسې خپه یم !

  2. وروره، دا لوڅ سرې ښځه بېنظيربوټو نده… قواره يې بېنظيرې سره مشابهت لري خو دا د پاکستاني فلمونو اداکاره مهوش حيات ده. نۀ پوهېږم چې ددې اداکارې عکس مو په کوم مناسبت دلته خپور کړی ده.
    بېنظيره مړه ده، او په مړو درواغ ويل ډېر نامناسبه ده. مننه کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب