جمعه, مې 10, 2024
Home+په دې ورځ اندونیزیا خپلواکه شوه

په دې ورځ اندونیزیا خپلواکه شوه

تاند- له نن څخه ۷۴ کاله پخوا د ۱۹۴۹ کال د دسمبر په ۲۷ مه اندونیزیا خپلواکه شوه.

څلور کاله وروسته له دې چې د دغه هیواد ملتپال انقلابي مشر سوکارنو خپلواکي اعلان کړه، هالنډ د دغه هیواد حاکمیت په رسمي ډول د اندونیزیا متحدو ولایتونو ته انتقال کړ.

دا هیواد په جنوب ختیځه اسیا کې د اسیا او استرالیا ترمنځ موقعیت لري.

دا هیواد له ۱۷۵۰۸ ټاپوګانو او ۳۳ ولایتونو جوړ دی.

اندونیزیا د نفوس د شمېر له پلوه تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی، ۲۷۰ ملیونه نفوس لري. د دغه هیواد تر ټولو ډېر وګړي په جاوا ټاپو کې اوسي، حال دا چې دا ټاپو د اندونیزیا د خاورې یوازې په سلو کې ۷ تشکیلوي.

د دغه هیواد، چې د استوا کرښې په دواړو خواوو کې پروت دی، ډېره برخه غرونه دي، استوايي اقلیم لري او له همدې کبله ډېر بارانونه پکې اوري.

 نظام یې جمهوري دی خو ډېر ځلې سیکولور ګوندونو بریالي کېږي چې اسلامي او سختدریځو ګوندونو ته په انتخاباتو کې ماته ورکړي.

ولسمشر او ملي جرګه یې انتخابي دي او پلازمېنه یې جاکارتا نومېږي.

څرګنده نه ده چې اسلام دقیقاً کله دې هیواد ته، چې له ګڼو ټاپوګانو جوړ دی، رسېدلی دی خو باور کېږي چې په ۱۵ مه پېړۍ کې له اسلامي هیوادونو سره د اندونیزیاوالو د راکړې ورکړې په ترڅ کې اسلام دې هیواد ته خپور شوی دی.

د دغه هیواد په سلو کې۸۰ وګړي مسلمانان دي.

دا هیواد یو ملیون او ۹ لکه ۱۹ زره ۴۴۰ کیلومترمربع مساحت لري او د لویوالي له پلوه د نړۍ پنځلسم ستر هیواد دی.

د اندونیزیا نوم په ۱۸ مه میلادي پېړۍ کې اروپایانو پرې ایښی دی. دا نوم د لاتین له (Indus) او د یوناني له (nesos) څخه اخیستل شوی چې معنا یې ټاپو دی.

د اوسنۍ اندونیزیا ټاپوګان په شپاړسمه پېړۍ کې هسپانیایانو او پورتګالیانو ونیول. د هالنډ ختیځې کمپنۍ د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د اندونیزیا واګې په لاس کې واخیستې.

په ۱۷۴۰ کې هالنډیانو د جاکارتا د خلکو پاڅون په خورا بې رحمۍ وځاپه، ۲۰ زره تنه اندونیزیایان او چینایان یې ووژل. په ۱۹۰۷ کې د اندونیزیا پاچا سي سي نګامانګزایا د هالنډیانو پر ضد پاڅون وکړ خو د هالنډ استعماري پوځ ماتې ورکړه او پر اندنیزیا یې د هالنډ ولکه ټینګه کړه.

تر ۱۹۴۲م کال پورې د اندونیزیا واک د هالنډ په لاس کې و، له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ پورې د جاپان تر ولکې لاندې راغی. د ۱۹۴۵ د اګست په ۱۷ مه د احمد سوکارنو په مشرۍ جمهوریت اعلان شو. خو د سوکارنو له اعلان سره سره د هالنډي ځواکونو او اندونیزیایانو ترمنځ څلور کاله جګړې دوام وکړ. بالاخره په ۱۹۴۹کال یوه موافقه لاسلیک شوه چې پر اساس یې له نوې ګینې یا نیو ګینې پرته د اندونیزیا ټوله خاوره د متحدو ولایتونو موقت (جمهوریت) حکومت ته وسپارل شوه. د ۱۹۴۹ د دسمبر په همدې ورځ سوکارنو د دغه هیواد ولسمشر غوره شو.

سوکارنو وروسته د لوېدیځ او ختیځ بلاک په وړاندې د ناپېیلي غورځنګ په رامنځته کولو کې مهمه ونډه ولوبوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب