شنبه, دسمبر 27, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: کندهار کې ۲ نور صنعتي ښارګوټي جوړېږي

مسوولان: کندهار کې ۲ نور صنعتي ښارګوټي جوړېږي

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۶مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په کندهار کې یې د دوو نورو صنعتي ښارګوټو له پاره ۱۷،۵ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړې ده.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، د دغې ځمکې له جملې یې ۱۰ زره جریبه په ژېړۍ ولسوالۍ کې او ۷ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه د کندهار احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر تر څنګ ده ځانګړې شوې ده.

سرچینه کاږي چې، پرون (جمعه) د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم له یادو ځایونو لیدنه کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو پر اساس، دا مهال کندهار کې یو صنعتي ښارګوټی فعالیت لري او د یوه بل د جوړولو کارونه دوام لري.

کارپوهان صنعتي ښارګوټي له اقتصادي اړخه ځکه مهم بولي چې، وایي دا چاره د فابریکو او سوداګریزو فعالیتونو د تمرکز له لارې د کار فرصتونه زیاتوي، کورنۍ او بهرنۍ پانګونه راجذبوي، د تولید لګښتونه راکموي، صادرات پیاوړي کوي او د وارداتو بدیل برابروي.

اقتصادپوهان وایي دغه راز صنعتي ښارګوټي د نوې ټکنالوژۍ او مهارتونو د انتقال سبب ګرځي، د سیمې اقتصاد ته وده ورکوي او د مالیاتو له لارې د دولت عواید زیاتوي، چې په پایله کې ملي اقتصاد پیاوړی کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ډک جوال ژبې | ژباړن: محبوب جلالزي

د سپوتنیک نومي  انګلیسي ژبی مجلې څخه د (ډک جوال ژبې) تر نوم لاندې د محبوب جلالزي یوه کوچنۍ ژباره. دا مطلب په ۱۳۶۵کال...