تاند (شنبه د مرغومي – جدي ۶مه) هند کې پر خواله رسنیو له تېرې ورځې راهیسې د افغان ځوانانو ستاینې کېږي.ځنګه او ولې د هند په کلکتې کې دغو افغان ځوانانو دا ورځې د هند د رسنیو او ټولنیزو شبکو پام خپل کړی دی.
کیسه له دې ځایه پيل ده:
وروسته له هغه چې، یوې هندۍ یوټیوبرې په هند کې د افغان مارکېټ د وچو مېوو د هغه دوکان ویډیو خپره کړه،چې په کې څو افغان ځوانان په خندانه څېرو کار کوي او خپلو پېرېدونکو ته سودا ورکوي.
دغه ویډیو په میلیونونو هندیانو ویډیو ولیده.په ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې په کې یوه هندي نجلۍ دوکان ته ورځي، له افغان دوکاندارانو سره خبرې کوي او ویډیو ترې جوړوي.
د دغو افغان ځوانانو ځانګړې څېره او چلند لامل شوی، چې په ټول هند کې ډېر مینه وال خپل کړل او اوس هره ورځ زرګونه کسان یوازې د ویډیو او انځور اخیستو لپاره دغه دوکان ته ورځي او سودا اخلي.
که تاسې ټولنیزې رسنۍ وڅارئ، نو خامخا به مو دا هلکان ډېر لیدلي وي، په ځانګړي ډول په ټک ټاک او انسټاګرام کې.
یو بل هندۍ یوټیوبره دوکان ته ورغلې او په ویډیو کې وایي: «رښتیا هم، افغانان خپل ځانګړی وقار او ښکلا لري، د سلو روپو سودا مې وکړه او دا ښایسته ځوانان مې هم ولیدل.»
یو بل بیا په مرکه کې د افغان ځوانانو ستاینه کوي او د نوم له پوښتلو پرته ورته وایي: « چې، دا په کلکته کې زموږ تر ټولو ځانګړی اوښایسته ورور دی چې د وچومیوو دوکان لري.»
دغه هندی یوټیوبر ورته وایي، افغانان ډېر ښایسته او خواږه خلک دي، خو افغان ځوان یې هم په بدل کې د هندیانو د ښه چلند ستاینه کوي.
پر خواله رسنیو افغان ځوانانو هم په دې تړاو بیلابیلې تبصرې کړې دي.
جان اغا بهار لیکلي: «هندۍ نجلۍ، هند کې له همدغه افغان ځوان سره چې د افغانې وچې میوې دوکان لري، د یوټیوب چاینل لپاره یوه مرکه کړې ده، دا مرکه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده، او میلونونه هندیانو لیدلې ده. افغان ځوان د خپلې جذابې قوارې له کبله د هندي وګړو پام ځانته ور اړولی چې له کبله یې دوکان ته د خلکو ورتګ زیات شوی او کاروبار یې لا غوړېدلی دی. بس ډېر کله دغسې کوچینی فرصت د بخت د وېښېدو او بدلېدو سبب وګرځي.»
عمران غني بیا لیکلي: «په هند کې افغانان چی د وچې مېوې دوکان لري، په تولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور شوي او ټول هندیان په رامات شويدي. ګڼو هندي یوټیوبرانو او رسنیو یط په اړه غوغا جوړه کړې.»
عابد مومند بیا لیکلي: « دا په هندوستان کې د یو افغان د وچې مېوې یو دوکان دی.څو ورځې مخکې یوې نجلۍ د همدې دوکان ویډیو خپره کړه . دا ویډیو په ټولنېزو رسنیو کې دومره زیاته لاس په لاس شوه چې په هند او حتی نړۍ کې میلیونونو خلکو وکتله.له همدې ورځې وروسته دغو افغان ځوانانو دوکان ته په سلګونو کسان ورځي. نه یوازې سودا ترې اخلي، بلکې له دې هلکانو سره هم انځورونه اخلي.»
که څه هم موږ د دغو افغان ځوانانو د نومونو لټه وکړه خو پر خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې مو د هغوی نوم ونه موند او نه ترې چا پوښتلې.
بس یوازې د دوی په دوکان کې دوچو افغاني میوو او دغو ځوانانو ستاینه کېږي او بس.
دې چارې هند کې دافغان بازار پيرېدونکي تر بل هر وخت زیات کړي او دوی هم خوښ دي چې، یوه کوچني کلېپ یې د ژوند پاڼه بدله کړه.