سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهترکیې ۲۳ غیرقانوني افغان کډوال نیولي

ترکیې ۲۳ غیرقانوني افغان کډوال نیولي

تاند (شنبه د مرغومي – جدي ۶مه) د ترکیې پولیسو ویلي، چې تېره ورځ یې د استوګنې اسنادو نه درلودلو په تور، په یوه لارۍ کې ۲۳ افغانان نیولي دي.

 ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د لارۍ چلوونکی نیول شوی او افغان کډوال له لارۍ څخه د ښکته کېدو وروسته د ارزروم د کډوالۍ څانګې ته لیږدول شوي دي.

پولیس وایي، د پیښې په اړه نور تحقیقات روان دي.

په ورته وخت کې، د ارزروم د پولیسو مشر اعلان کړی چې، د نوي کال په رارسېدو سره په ښار او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شوي، او سلګونه پولیس د موټرو په تفتیش، د امنیتي وضعیت څارنه، د ترافیک کنټرول او په لسګونو ځایونو کې د کډوالو د قاچاق سره په مبارزه بوخت دي.

باید وویل شي چې ترکیه د لوېدیځې اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه کډوالو لپاره یو له اصلي ټرانزیټ هېوادونو څخه دی.

افغان کډوال اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د ترکیې سخت مزل وهي او ګڼ شمېر یې په دغې لارې کې ژوند هم بایلي.

ترکیې دوه ورځې وړاندې هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې په تېر یوه کال کې تر ۱۵۰ زره زیات بهرني غیر قانوني کډوال نیولي چې، ډېره برخه په کې د افغانانو وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...