تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۶ مه) پاکستاني رسنۍ وايي چې ټي ټي پي، په خیبرپښتونخوا کې د ډرون او کوادکوپټر بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله د خپلې یوې نوې څانګې د جوړېدو اعلان کړی او پر هغې یې د «هوايي ځواک څانګه» نوم ایښی دی. د پاکستان ابزرور ورځپاڼې د راپور له مخې، دې اعلان د امنیتي کارپوهانو په منځ کې د ټي ټي پي د وسلهوالو د تاکتیکونو د لا خونړي کېدو په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.
دا ډله په دوامداره ډول هڅه کوي خپل وسلهوال توان پراخ کړي، چې دا چاره د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو د امنیت لپاره مخ پر زیاتېدونکی ګواښ بلل کېږي.
ورځپاڼه زیاتوي، «په یوه اندېښمنوونکې نښه کې، ټي ټي پي د خپل تش په نوم «هوايي ځواک څانګې» د جوړېدو اعلان کړی، په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ډرون او کوادکوپټر بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي دي.»
دا اعلان د نوي کال لپاره د ټي ټي پي د کلني تشکیلاتي بدلون (ریسټرکچرنګ) برخه وه، خو دا ځل پکې د «هوايي ځواک» نوم شاملول، او همداراز د یوه جلا ولایت په توګه د «کشمیر» ور زیاتول، د ډېرو پوښتنو او حیرانتیاوو سبب شوی دی.
د تشکیلاتي اسنادو له مخې، مولوي سلیم حقاني د نوې جوړې شوې هوايي ځواک څانګې مشر ټاکل شوی، او حمزه ته د الکترونیک او ورکشاپ د چارو مسوولیت سپارل شوی دی. شنونکي دا ګام په مستقیم ډول د ډرونونو له زیاتېدونکي پوځي استعمال سره تړلی بولي.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ۲۰۲۵ کال د معلوماتو له مخې، وسلهوالو په ټول ایالت کې ۵۴ ډرون بریدونه کړي دي، او په دې بریدونو کې شمالي وزیرستان او بنو تر ټولو ډېر اغېزمن شوي ولسوالۍ بلل کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي ګڼې ویډیوګانې ښيي چې څنګه ډرونونه او واړه کوادکوپټرونه د چاودېدونکو توکو د غورځولو لپاره کارول کېږي، چې دا د وسلهوالو د جنګي تګلارو بدلون څرګندوي.
ویل کېږي چې دا ډرونونه او کوادکوپټرونه د هاوان مرمیو یا په کورونو کې په جوړو شویو بمونو سمبالېږي. ځینې کارپوهان باور لري چې وسلهوالې ډلې د څو لسیزو جګړو له تجربو څخه د هوايي او توغندويي بریدونو لپاره ګټه اخلي. د یوه کارپوه په وینا، د موټرو بمچاودنې ډېرې ګرانه پرېوځي، خو کوادکوپټرونه ارزانه دي او دفاعي کارونې هم لرلای شي، همدا دلیل دی چې وسلهوال دې طریقې ته مخه کوي.
سره له دې چې افغان طالبانو په افغانستان کې د کامرې لرونکو ډرونونو او کوادکوپټرونو پر الوتنې رسمي بندیز لګولی، بیا هم په افغانستان کې په اسانۍ موندل کېږي. دا وسایل د تور بازار له لارې لاس په لاس کېږي او د پولې هاخوا د وسلهوالو ډلو عملیاتو ته سون توکي برابروي.