سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه:یوازې نومبر میاشت له پاکستانه شاوخوا ۱۷۱ زره افغانان ایستل شوي

ملګري ملتونه:یوازې نومبر میاشت له پاکستانه شاوخوا ۱۷۱ زره افغانان ایستل شوي

تاند (شنبه د مرغومي – جدي ۶مه) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري (UNHCR) وایي چې یوازې په تېره نومبر میاشت کې له پاکستان څخه شاوخوا ۱۷۱ زره افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د دې ادارې د تازه راپور له مخې، په پاکستان کې لا هم شاوخوا دوه میلیون افغانان مېشت دي، په داسې حال کې چې سږ ۲۰۲۵ کال له دغه هېواد څخه له یو نیم میلیون ډېر افغانان افغانستان ته لېږل شوي هم دي.

په راپور کې راغلي چې په دغو کډوالو کې ۳۸ زره د چمن او تورخم له لارو په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي دي.

دا راپور داسې مهال ورکول کېږي چې سږ کال له ایران او ترکیې څخه هم د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي دي.

بل لورته د ایران او پاکستان چارواکو ویلي چې دوی به ټول افغان کډوال له خپلو هېوادونو وباسي، ځکه په وینا یې چې دوی نور د کډوالو د لاسنیوي توان نه لري.

د کډوالۍ نړیوالو او پر بشري حقونو د څار نړیوالو بنسټونو بیا په ځلونو له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...