Homeخبرونهد احصایې ملي اداره:تېره میاشت تر ۲۵۰۰ بهرنیانو هېواد ته تګ راتګ...

د احصایې ملي اداره:تېره میاشت تر ۲۵۰۰ بهرنیانو هېواد ته تګ راتګ کړی 

تاند (شنبه د مرغومي – جدي ۶مه) د  طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې، د سږ کال په لیندۍ میاشت کې د نږدې ۲۵۰۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۲۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۱۷۸ نور له هېواده وتلي دي.

یاده اداره وایي، چې، د ثبت شويو ارقامو له مخې ۱۳۰۵ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۱۵ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۱۹۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې تر ټولو ډېر (۹۱۹) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۸ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب آقینې بندر، د بلخ هوايي ډګر او حیرتان بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د طالبانو یادې ادارې زیاته کړې چې، د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...