Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقطر او متحده عربي اماراتو ته د انارو صادرات پیل شول

قطر او متحده عربي اماراتو ته د انارو صادرات پیل شول

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۶مه)  کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست ویاند انجنیر محمد حنیف حقمل ویلي، قطر او متحده عربي امارتو ته د انارو د صادراتو لړۍ پیل شوه.

نوموړي زیاته کړې چې، په لومړۍ جوپه کې به له کندهاره ۲۰ ټنه انار ابوظبۍ او دوحې ښارونو ته صادر شي.

حقمل وایي، دغه اندازه انار د کندهار شوراندام سیمې څخه یادو هېوادونو ته صادریږي.

د یادونې ده، چې پاکستان سره د سوداګرۍ تر ځنډېدو وروسته د طالبانو حکومت بدیلو هېوادونو ته د افغاني تولیداتو د صادراتو هڅې پیل کړې.

تر دې وړاندې منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم د انارو صادرات پیل شوي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...