شنبه, دسمبر 27, 2025
Homeخبرونهمسوولان: کابل کې د شاتوت برېښنا بند د ډیزاین کارونه بشپړ شول

مسوولان: کابل کې د شاتوت برېښنا بند د ډیزاین کارونه بشپړ شول

تاند (شنبه د مرغومي ـ جدي ۶مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي، په پلازمېنه کابل کې د شاتوت برېښنا بند جوړولو سروې او ډیزاین کارونه بشپړ او نژدې راتلونکي کې به یې عملي کارونه پیل شي.

عابد ویلي چې، د دغه بند جوړولو له پاره د یاد وزارت له خوا یو ملیارډ افغانۍ بودجه ځانګړې شوې ده.

د هغه په وینا، د دغه بند په جوړېدلو سره به په کابل کې څلور میلیونه کسانو ته د څښاک اوبه، پنځه مېګاواټه برېښنا او ۱۸۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

یاد وزارت وايي، یوه داسې پنځه کلنه طرحه یې چمتو کړې چې، پر اساس به یې په هیواد کې لوی بندونه، کانالونه او سربندونه جوړ شي؛ ترڅو د افغانستان اوبه مدیریت او هم د اوبو او برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ډک جوال ژبې | ژباړن: محبوب جلالزي

د سپوتنیک نومي  انګلیسي ژبی مجلې څخه د (ډک جوال ژبې) تر نوم لاندې د محبوب جلالزي یوه کوچنۍ ژباره. دا مطلب په ۱۳۶۵کال...