Homeخبرونهمتقي: د افغانستان- تاجکستان ترمنځ د وروستۍ پېښې په اړه پلټنه پیل...

متقي: د افغانستان- تاجکستان ترمنځ د وروستۍ پېښې په اړه پلټنه پیل شوې

تاند ( شنبه د مرغومي ـ جدي ۶مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د دغه هیواد په خاوره کي د وروستۍ پېښي په اړه یې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سراج الدین مهر الدین سره خبرې کړي او په دې اړه یې د هر اړخیزي پلټني ډاډ ورکړی دی.

مولوي امیرخان نن “د مرغومي شپږمه” پر افغانستان د شوروي اتحاد د ۴۶مې کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې، ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ اړیکي خرابې کړي.

متقي ټینګار وکړ چې دوی به په ګډه د دغه ډول پېښو مخه نیسي.

هغه یو وار بیا پر ګاونډیو هیوادونو او نړیوالو غږ وکړ چې، د افغانستان له خاورې هیڅ چا ته ضرر نشته او له نورو هم ورته تمه لري.

تېره اوونۍ د تاجکستان دولتي خبري اژانس د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله د افغانستان له خوا د ور اوښتو وسله والو کسانو له لوري د تاجکستاني ځواکونو او یادو وسله والو ترمنځ د نښتي خبر ورکړ وو.

په یاده نښته کې درې بریدګر او دوه تاجکستاني عسکر ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...