سه شنبه, فبروري 10, 2026
Homeخبرونهمالیې وزارت: راتلونکې اونۍ به د دولتي ادارو معاشات حواله شي

مالیې وزارت: راتلونکې اونۍ به د دولتي ادارو معاشات حواله شي

تاند (شنبه د مرغومي – جدي ۶مه) د طالبانو د حکومت مالیې وزارت ویلي، چې د حکومتي ادارو د معاشونو د ځنډ په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې دوی به د ټولو ادارو معاشونه ژر حواله کړي.

د یاد وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر نن(شنبه، د مرغومي ۶مه) رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې زیاته کړې،چې دوی له کومې ستونزې پرته په پوره ډول چمتو دی څو د ټولو ادارو د معاشونو د راپورونو له ورسېدو سره به د ټولو ادارو معاشونه حواله کړي.

نصیر په دغه غږیز کلېپ کې ویلي: «د مالیې وزارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د معاشونو د طی مراحل کولو بهیر په عادي ډول دوام لري او د روانې اونۍ په جریان کې د ټولو ادارو د معاشونو د راپورونو له رسېدو سره سم به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د ټولو معاشونه حواله شي.»

د مالیې وزارت دا پيغام له هغه وروسته خپرېږي چې، له تېرې یوې اوونۍ څخه یو شمېر غیر رسمي سرچینو داسې اوازې خپرې کړې وې چې، د حکومتي ادارو معاشونه تر بل امره ځنډېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...