شنبه, دسمبر 27, 2025
Homeخبرونهمیا افتخار حسین: په افغانستان کې زرګونه پاکستاني محصلان بند پاتې دي

میا افتخار حسین: په افغانستان کې زرګونه پاکستاني محصلان بند پاتې دي

تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۶ مه) د عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې مشر میا افتخار حسین ویلي دي چې په افغانستان کې له ۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني محصلان له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د نوموړي په وینا، د دغو محصلانو تعلیمي دوره پای ته رسېدلې، خو د لارو د بندېدو له امله نه شي کولای خپلو کورونو ته ستانه شي.

میا افتخار حسین وویل چې د لارو بندېدا د محصلانو ترڅنګ دوه اړخیزې سوداګرۍ او روزګار ته هم لوی خنډ پېښ کړی دی.

هغه ټینګار وکړ چې واکمنان باید له اختلافاتو او ضدیت څخه تېر شي او د انساني ارزښتونو پر بنسټ پرېکړه وکړي، څو دا ځوانان په خوندي ډول بېرته خپل هېواد ته راوستل شي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې مرکزي او ایالتي حکومتونه دې بېړني ګامونه واخلي، او که د ځمکې له لارې د دغو محصلانو راوستل ممکن نه وي، نو د هغوی لپاره دې ځانګړې الوتنې برابرې شي.

د هغه په وینا، د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر سناتور ایمل ولي خان د مرکزي ویاند احسان‌الله خان له لارې د دې موضوع په اړه په رسمي ډول د وزیراعظم دفتر ته غوښتنلیک لېږلی دی. همداراز، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي (MPA) نثار باز هم دا ستونزه څو ځله په اسمبلۍ کې راپورته کړې، خو تر اوسه کومه عملي پایله نه ده تر سترګو شوې.

د اې این پي صوبايي مشر زیاته کړه چې د دغو محصلانو والدین له سخت ذهني فشار او اندېښنو سره مخامخ دي، نو د حکومت مسوولیت دی چې ژر تر ژره د هغوی اندېښنې له منځه یوسي او په خوندي ډول هېواد ته د د بند پاتې محصلانو د راستنولو لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.

وروسته له هغه چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې پر کابل او پکتیکا بمباري وکړه او د طالبانو ځواکونو د دیورند کرښې په اوږدو کې له څو ولایتونو څخه ځوابي عملیات وکړل، پاکستان له افغانستان سره خپلې لارې بندې کړې او اعلان یې وکړ تر څو چې د افغانستان له لوري پاکستان ته د ترهګرۍ خطر له منځه نه وي تللی لارې به پرانه نیزي. د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال هم په مقابل کې وویل چې تر څو پاکستان پوخ ضمانت نه وي ورکړی چې بیا به لارې په هیڅ پلمه نه بندوي، افغانستان له پاکستان سره خپلې ټولې لارې او تجارت بندوي.

ظاهراً داسي ښکاري چې پاکستان اوس د لارو پر بندولو پښېمان دی خو دې ته ځان نه شي تیارولی چې په آینده کې د لارو د نه بندولو ضمانت ورکړي.

د لارو د بندېدو له کبله دواړو هیوادونو ډېر مالي تاوان کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ډک جوال ژبې | ژباړن: محبوب جلالزي

د سپوتنیک نومي  انګلیسي ژبی مجلې څخه د (ډک جوال ژبې) تر نوم لاندې د محبوب جلالزي یوه کوچنۍ ژباره. دا مطلب په ۱۳۶۵کال...