تاند (شنبه، د مرغومي/ جدې ۶ مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶ کالیزې په مناسبت په مراسمو کې وویل چې دوی نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل شي.
هغه وویل افغانستان باید د اقتصاد او نښلونې (اتصال) په ډګر واوړي، څو خلک وکولای شي د خپل توان پر مټ په خپل وطن کې ژوند وکړي.
متقي وویل:
«لکه څنګه چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو، همدارنګه د مذاکراتو پر مېز مو هم تر ټولو قوي دلایل وړاندې کړي او د خپلو ارزښتونو کلکه دفاع مو کړې او بیا به یې هم وکړو. موږ نه غواړو افغانستان یو ځل بیا د سترو قدرتونو د منفي سیالیو میدان شي؛ بس دی. افغانستان باید د اقتصاد او اتصال میدان شي، څو له دې وروسته خلک وکولای شي د خپل توان پر مټ په خپل وطن کې ژوند وکړي.»
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې «د افغانستان اشغال د اشغالګرو لپاره یوه ستره تېروتنه وه، او هغوی دا تېروتنه له دې کبله وکړه چې خپلو نوکرانو تېرایستل.»
امیرخان متقي وویل چې په افغانستان کې د درېیو سترو اشغالګرو ماتې د پردیو لپاره یو عبرتناک درس دی، څو بیا داسې تېروتنه ونه کړي.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې ټینګار وکړ چې افغانستان له یوې خوا د امپراتوریو هدیره ده، او له بلې خوا یې د اشغالګرو په ماتولو سره سیمې او نړۍ ته خدمت کړی دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:
«موږ نه غواړو چاته زیان ورسېږي. موږ ټولې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کوو، په دې شرط چې مقابل لوری هم نیک نیت ولري او وغواړي ستونزې د خبرو له لارې حل شي. موږ غواړو د سیمې ټول هېوادونه اباد وي، ګاونډیان ترې ګټه واخلي او په امن کې ژوند وکړي. ښه ژوند او قوي اقتصاد ولري، ځکه زموږ اقتصاد او د هغوی اقتصاد یو له بل سره تړلی دی او ډېر ګډ ټکي لرو.»
متقي د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ په پوله کې پر امنیتي پېښو هم خبرې وکړې او ویې ویل:
«ما د تاجیکستان له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي او د داسې پېښو د مخنیوي لپاره به په ګډه همکاري کوو. زموږ اندېښنه دا ده چې ځینې مغرض جریانونه غواړي د دوو ګاونډیو ترمنځ اړیکې خرابې کړي او داسې فضا رامنځته کړي چې ګواکې وضعیت ناارام دی.»
هغه د پاکستان د لارو د بندېدو په اړه هم وویل:
«د پاکستان د لارو له تړل کېدو سره موږ د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوو، خو وتوانېدو چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ومومو.»