تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار تایید کړه چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په سعودي عربستان کې خبرې شوې دي، خو ویې ویل چې دا مذاکرات، لکه پخوانۍ خبرې چې په قطر او ترکیه کې شوې وې، کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.
تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په سعودي عربستان کې د طالبانو له استازو سره له خبرو انکار کړی و خو د طالبانو چارواکو تایید کړې وه چې د سعودي په منځګړتوب یې په دغه هیواد کې له پاکستاني لوري سره خبرې کړي دي.
د دواړو لورو دوهم او درېیم پړاو خبرې اترې چې په قطر او استانبول کې شوې وې، هم ناکامې وې خو د دوحې او استانبول په خبرو کې د اوربند پر دوام دواړو خواو سلا کړې وه .
اسحاق ډار د شنبې په ورځ د ۲۰۲۵ میلادي کال د پای په مناسبت په یوه خبري غونډه کې، د طالبانو د دیني عالمانو د هغې فتوا هرکلی وکړ چې د افغانستان له خاورې بهر د جګړې د صادرېدو مخنیوی کوي، خو ویې ویل چې سره له دې، له افغان خاورې څخه بریدونه لا هم دوام لري او هره اوونۍ د پاکستاني سرتېرو جنازې د هېواد په شمال کې خښېږي.
هغه زیاته کړه: «زه هم د هر بل انسان په څېر، د خپلو ځواکونو د جسدونو په لیدو ځورېږم.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د علماوو فتوا ته په اشارې وویل: «دا هماغه څه دي چې موږ یې غواړو. اوس باید وګورو چې ایا په عملي ډول پرې عمل کېږي که نه.»
هغه همداراز د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د تېرې اوونۍ څرګندونو ته اشاره وکړه، چې ویلي یې و طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د سیمې او نړۍ د هېوادونو پر ضد وکارول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «که دا ژمنې عملي شي، نو ستونزه حل ده.»
په همدې وخت کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د شنبې په ورځ وویل چې افغانستان له هیڅ هیواد سره دښمني نه کوي او د ټولو ګاونډیو او نورو هیوادونو سوله د ځان په خیر ګڼي. متقي په عین حال کې وویل چې د پاکستان له لوري د لارو بندېدا سبب شوې چې افغانستان متبادلې لارې ومومي.
هغه زیاته کړه چې افغانستان نوي بازارونه موندلي او پر پاکستان یې خپله اقتصادي تکیه کمه کړې ده.