تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) که هر څه د پلان له مخې پر مخ ولاړ شي، څلور ستورمزلي (فضانوردان) به ډېر ژر د ځمکې د جاذبې له پولې واوړي او د سپوږمۍ پر لور به سفر وکړي.
د فیوچریزم ویبپاڼې د پروني (شنبې) د راپور له مخې، ناسا (د امریکا فضايي اداره) هیله لري چې د آرتمیس ۲ ماموریت یوازې په راتلونکو دوو میاشتو کې، یعنې له لومړني مهالویش څخه دوې میاشتې مخکې، د «اوریون» فضايي بېړۍ په وسیله پیل کړي.
دا ستوربېړۍ به د سترو فضايي توغندیو د سیستم (SLS) پر سر نصب شوې وي او څلور تنه به فضا ته ولېږي.
د دې ماموریت موخه لا تر اوسه د سپوږمۍ پر سطحه ناسته نه ده؛ دا کار د راتلونکي ماموریت آرتمیس ۳ لپاره پلان شوی چې په ازمیښتي ډول یې د ۲۰۲۷ میلادي کال لپاره په پام کې ده. سره له دې، آرتمیس ۲ په خپله یو زړور او مهم ګام بلل کېږي. د دې ماموریت عمله به د سپوږمۍ شاوخوا په یوه ستر قوس کې الوتنه وکړي او بېرته به راستنه شي، او ډېر امکان شته چې تر ټولو هغې لرې نقطې ته ورسېږي چې تر اوسه کوم انسان نه دی ورغلی او له ځمکې څخه تر ټولو لرې ده.
د تاریخي ورځې لپاره وروستي تمرینات
سره له هغو ننګونو چې د آرتمیس پروګرام ورسره مخامخ دی، اوس د دې ماموریت جزییات لا روښانه کېږي. تېره اوونۍ، ناسا د راتلونکي کال د فبرورۍ (کب/ حوت) لپاره د توغولود پلان شوې نیټې په مناسبت د ستورمزلو د لباس اغوستلو او د معکوسې شمېرې (کاونټډاون) تمرین ترسره کړ.
د ناسا د راپور له مخې، په دې تمرین کې د توغولو د اصلي ورځې د ټولو پړاوونو ماډلونه جوړ شول؛ له فضايي جامو او تجهیزاتو اغوستلو څخه نیولې، ستوربېړۍ ته تر ختلو او بېرته راکوزېدو پورې. البته، د SLS توغندی لا تر اوسه د توغولو ویشتنځای (پلېټفارم) ته نه دی انتقال شوی، نو عمله اړه شوه چې د کینیډي فضايي مرکز د مونتاژ ودانۍ دننه فضا بېړۍ ته وخېژي.
په دې تمرین کې، کاناډایي ستورمزلي جرېمي هانسن او د ناسا فضانوردان ویکتور ګلاور، رید وایزمن او کریسټینا کوک هغه روښانه نارنجي رنګه د «اوریون د عملې د بقا سیستم» جامې واغوستلې، چې کلونه پرې کار شوی دی او د بیړنیو حالاتو پر مهال د ستورمزلو د ژغورنې لپاره جوړې شوې دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې د فضايي توغندیو سیستم به کله د ۳۹B توغولو ویشتنځای ته ولېږدول شي، خو د اوریون ستوربېړۍ د عملې برخه له تېر اکتوبر راهیسې پر توغندي نصب شوې ده او ستورمزلو ته یې د تمرین فرصت ورکړی دی.
تخنیکي ستونزې او د وخت ټاکنه
د ناسا انجنیران اوس د ستوربېړۍ، توغندي او ځمکنيو سیستمونو وروستی چمتووالی بشپړوي. دا تمرین اصلاً د نوومبر په ۱۹مه (۲۸ عقرب) ټاکل شوی و، خو د اوریون د عملې د برخې د دروازې د ستونزې له امله وځنډېد. د ناسا یوه ویاند وویل: کله چې د عملې د برخې د تودوخې په ساتونکي پوښ کې نیمګړتیا وموندل شوه، تمرین ودرول شو او تر هغې چې ستونزه حل نه شوه، دروازه بنده پاتې شوه.
سره له دې، ناسا ټینګار کوي چې لا هم د آرتمیس ۲ توغولو هدف د ۲۰۲۶ میلادي کال تر اپرېل (وری، غویی) پورې پر خپل ځای دی، او حتی دا امکان شته چې توغول یې لا مخکې، یعنې په فبرورۍ کې ترسره شي.
د نوې دورې په درشل کې
اوس چې د رسمي توغولو ورځې ته یوازې اوونۍ او ورځې پاتې دي، یو ډېر هیجاني پړاو پیل شوی دی. دا تمرین د عملې او د ځمکنيو ملاتړ کوونکو ټیمونو لپاره د مهالویش وروستی تایید و، او تر هغې وروسته به د توغولو پر ویشتنځای د هر ډول احتمالي بیړني حالت لپاره وروستی چمتووالی هم پیل شي.