Homeخبرونهپه یوه ورځ تر درې نیم زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه...

په یوه ورځ تر درې نیم زره ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

تاند ( یکشنبه د مرغومي ـ جدي ۷مه) ‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی،چې تېره ورځ شنبه ۶۶۸ کډوالې کورنۍ چې، د غړو شمېر یې ۲زره ۵۵۳تنه کیږي هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کمېسیون زیاتوي چې، دغه شمېر کډوال له ایران او پاکستان څخه په جبر راستانه کړای شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو پر اساس یاد شمېر کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کمېسیون ویلي، تېره ورځ یي ۶۹۴کډوالې کورنۍ بیا خپلو اصلې مېنو ته لېږدولي دي.

د طالبانو د یاد کمېسیون په وینا په تازه راستنو شویو کډوالو میلیونونه افغانۍ نغدي مرستې هم وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ هم تر ۲۵۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...