Homeخبرونهد اوږد وخت لپاره د پر له پسې ناستې خطر؛ د ناستې...

د اوږد وخت لپاره د پر له پسې ناستې خطر؛ د ناستې په منځ کې وقفې د سرطان خطر کموي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) په یوه نوې څېړنه کې موندل شوې چې د اوږدې مودې ناستې په ترڅ کې لنډې فزیکي وقفې ښايي د سرطان له امله د مړینې خطر د پام وړ کم کړي.

په بریتانیا کې پر ۹۱ زره ۲۹۲ کسانو شاوخوا ۱۲ کاله ترسره شوې څېړنه ښيي چې هره ورځ یوازې ۵ دقیقې شدید فزیکي فعالیت هم د سرطان له امله د مړینې خطر ۲۲ سلنه کمولی شي. همداراز، که د یو ساعت ناستې پر ځای سپک فزیکي فعالیت ترسره شي، دغه خطر شاوخوا ۱۲ سلنه کمېږي.

د ګلاسګو پوهنتون د څېړونکو په مشرۍ ترسره شوې څېړنه کې ګډونوالو د اوو ورځو لپاره په مړوند کې داسې وسایل تړلي وو چې د هغوی فزیکي فعالیت او د ناستې وختونه یې ثبتول. څېړونکو بیا د نژدې ۱۲ کلونو لپاره د هغوی روغتیا او د مړینې پایلې څارلې.

څېړونکو لږ تر لږه ۳۰ دقیقې پرله‌پسې ناستې ته اوږده ناسته ویلې، په داسې حال کې چې له ۳۰ دقیقو کمه ناسته یا د ناستې پر مهال لنډ فزیکي حرکت یې د ناستې وقفه بللې ده.

د څېړنې له مخې، هره ورځ د اوږدې ناستې د وخت په هر اضافي ساعت کې د سرطان له امله د مړینې خطر شاوخوا ۱۰ سلنه زیات و. خو د یو ساعت ناستې پر ځای سپک فزیکي فعالیت کوونکو کسانو کې دغه خطر ۱۲ سلنه کم و.

همداراز، د ناستې د ۳۰ دقیقو پر ځای معتدل فزیکي فعالیت د سرطان له امله د مړینې خطر ۸ سلنه کم کړی، په داسې حال کې چې یوازې ۵ دقیقې شدید فزیکي فعالیت له ۲۲ سلنه کم خطر سره تړاو درلود.

په سپکو فعالیتونو کې عادي قدم وهل او د کور ورځني کارونه، لکه کالي اتو کول او لوښي مینځل هم شامل دي.

متخصصان وايي، څېړنه دا نه ثابتوي چې اوږده ناسته په مستقیم ډول د سرطان سبب کېږي؛ خو ښيي چې اوږده او پرله‌پسې بې‌حرکتي ښايي د سرطان له امله د مړینې له لوړ خطر سره تړاو ولري.

کارپوهانو سپارښتنه کړې چې خلک دې له هرو ۳۰ تر ۶۰ دقیقو وروسته له خپل ځایه پورته شي او لږ حرکت دې وکړي، له خوړو وروسته دې لنډ مزل وکړي، د لفټ پر ځای زینې وکاروي او په ټېلفون کې د خبرو کولو په ترڅ کې دې قدم ووهي.

څېړونکي ټینګار کوي چې دا کوچني عادتونه، د منظم ورزش، سالم وزن ساتلو، له سګرېټو ډډه کولو او د سرطان د اړینو معایناتو تر څنګ، د سرطان او نورو مزمنو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کولی شي.

خو د څېړنې لیکوالان خبرداری ورکوي چې پایلې باید په احتیاط تفسیر شي، ځکه دا مشاهداتي څېړنه ده او مستقیم علت او معلول نه شي ثابتولی. سربېره پر دې، د ګډونوالو فعالیت یوازې اووه ورځې ثبت شوی و او د دوی د ناستې اصلي لاملونه، لکه د دفتر کار، تلویزیون کتل یا موټر چلول، په بشپړ ډول نه دي معلوم شوي.

3 COMMENTS

  1. تاندوالو ته سلام او په درنښت!
    د پورته معلوماتو موضوع ډېره مهمه ده، ځکه دغه لاندې کرښې توروم. د مړینې علت د پارانیوپلاستیک سیندروم په ترڅ کې د مغزي سکتې، د زړه سکتې او د سږیو سکتې د ایمبولیزېشن په ترڅ کې را منځ ته کېږي.
    د بدن په شینرګیو یا وریدونو کې وینه ګاټه کېږي او په رګونو کې میګریشن کوي، چې پایله یې د سږیو مسیو یا پراخ ایمبولیزیشن دی او د مړينې سبب کېږي. د زړه د خوځښت ناانډولتیا په تېره بیا د آتریومفیبریلېشن په بهیر کې د زړه په دهلېزونو کې همچنان د وینې لختې یا ګاټې برخې را منځ ته کېږي، چې بیا هم په وینه کې د بدن نورو اورګانونو ته منتقلېږي و د بېلابېلو اورګانونو اینفرکشن د ایمبولیزشن په ترڅ کې را منځ ته کېږي، چې د زړه سکته، د ماغزو سکته، د سږیو سکته او د کولمو ایسښیمیا یې پایلې دي، چې د مرګ ګواښ ورسره مل دی.
    د رګونو او د زړه د ترومبوزیس یا ترومبوایمبولي د مخاطرې فکتورونه (اوږد سفر، اوږده ناسته، تروما، جراحي عملیات، ارثیت، د هایپرکوأګولیشن سیندروم، پارانیوپلاستیک سیندروم، چې سرطاني ناروغۍ یې برخه ده او د فاسفولپید سیندروم او هايپرڅیستیینامیا او یا S یا C پروتین نیمګړتیا یا نشتوالی…) د یادونې وړ دي.
    د ایمبولیزیشن په برخه د (ASD) او (VSD) یادول اړین دي، ځکه په ځینو خلکو کې وروسته له زېږېدنې دغه یاد شوي د زړه سوروي نه پټېږي او خلاص پاتې کېږي او د وینې ګاټه یا ترومبوس له دغو سورویو د زړه ښۍ او کیڼې خواوو ته میګرېشن کوي او بېلابېل ایمبولیزیشنونه، چې پایلې یې د اورګانونو سکتې او د مړینې مخاطره ده.
    د وینې څېړنې اړینې دي، چې د کوآګولوپاتي تشخیص وشي. د بدن حرکت ډېر اړین دی، چې وینه په رګونو کې سمه وبهېږي. د څو دقیقو لپاره ګرځېدل او په ناسته کې د لنګیو د عضلاتو په مرسته د خپړو یا پښو ښورول ډېر ګټور دي، د اوبو څښل مه هېروی، چې وینه رقیقه پاتې شي. د ترومبوزیس په تداوي د انتي-کوأګولیشن-تراپي د (DOAK) یا د کومارین دېرېوات (Marcoumar) په مرسته تر سره کېږي او تر ورنو پورې د ایلاستیک (Class II) جرابې د تداوي لپاره ډېرې اړینې دي. د ترومبوز د مخاطرې بله موضوع د واریکوزیس ناروغي ده، چې تشخیص او مناسبه درملنه یې ضروري ده. د پښو د پړسوب علتونه هم باید وڅېړل شي، چې سم تشخیص یې وشي، چې مناسبه درملنه یې وشي. ستاسو د بري په تمه، وسلام!

  2. سلامونه ګرانو تاندوالو او ځانګړی سلام او درنښت متخصص صاحب ډ.لمر ته په ښه ګړۍ کې!
    دتاند چلوونکي یوه موضوع تر ډیره له باندنیو سرچینو څخه ژباړي ؛
    لاکن ډاکټر صاحب لمر ېې له مسلکي اړخه شاربي او ډیر ګټور ټکیو ته مونږ متوجه کوي .یو جهان مڼنه
    متقاعد ډ.حمیدالله زړور صاپی/بروکسل د آګست ۱۱/۱۲

  3. ډاکتر صاحب زړور ته او تاندوالو ته سلام، مننه، ځینې پېښې ډېرې اړینې دي، چې عام خلک پرې پوه شي، خو طبیبان هم د موضوع د سربېرولو لپاره باید توجو وکړي. وسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...