Home+د افغان-انګرېز جګړه (۱۹۱۹) او د راولپنډۍ او میسوري تړونونه

د افغان-انګرېز جګړه (۱۹۱۹) او د راولپنډۍ او میسوري تړونونه

لیکوال: پروفیسور دوکتور اورهان یازجي
ژباړن: سیلانی

کله چې انګلستان د افغانستان د خپلواکۍ غوښتنو ته غوږ و نه نیوه، امان‌الله خان هم د عامه افکارو په هڅونه یو فرمان صادر کړ، څو افغان ولس او په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو مېشت قومونه د انګرېزانو پر وړاندې مبارزې ته راوبولي. په دغه فرمان کې راغلي و: «په هند کې لویه ګډوډي روانه ده. نږدې ټول هندوان او مسلمانان پر خپلو عقایدو ټینګ ولاړ دي… خو د خپل دین او عزت له امله، سره له دې چې عاجزي او زغم کوي، د ظلم او هر ډول بې‌عدالتۍ پر وړاندې په خورا خواشینوونکي حالت کې دي… له همدې امله جهاد ته چمتو شئ او انګرېزان او ظالمان په خپلو نفرتونو او ښېراوو کې وځپئ.»

په دې توګه امان‌الله خان خلک جهاد ته راوبلل.¹⁵ له دې سمدستي وروسته اعلان وشو چې د ناڅاپي برید له لارې د دښمن د ماتولو او د افغانستان د خپلواکۍ د منلو لپاره، که اړتیا پېښه شي، پر انګلستان به د جګړې اعلان وشي.¹⁶ په لنډه موده کې د افغان پوځ د خوراکي توکو او پوځي تجهیزاتو چمتووالی بشپړ شو او پوځ په درېیو اصلي برخو ووېشل شو. د جوړ شوي پلان له مخې، د سپه‌سالار صالح محمد خان تر قوماندې لاندې لومړۍ ډله به د جلال‌آباد له لوري د هند سرحد ته ښکته کېده او هلته به یې د مومندو او اپرېدو قبایلو ملاتړ هم ترلاسه کاوه او بیا به یې برید پیل کاوه.

دویمه ډله چې د عبدالقُدوس خان تر مشرۍ لاندې وه، د کندهار له لارې به خوځېده او له سیمې څخه د راټولو شویو رضاکارانو په ملتیا به د انګرېزانو پر سرحد ځای پر ځای کېده. درېیمه ډله چې د سردار محمد نادر خان تر قوماندې لاندې وه، د جبهې له منځنۍ برخې، یعنې د خوست له لارې، به له سرحده اوښتله او د خنجر په څېر به د انګرېزانو په اړخ کې ورننوته.¹⁷ پلان داسې جوړ شوی و چې دغه درې واړه ډلې په یوه وخت سرحد ته ورسېږي. له رسېدو وروسته به یې هلته له قبایلو سره یوځای کېدل او د انګرېزانو پر مستحکمو پوځي مورچلو به یې ناڅاپي برید کاوه، ترڅو هغوی غافلګيره کړي.¹⁸

خو د جلال‌آباد د جبهې قوماندان صالح محمد خان، له چټک مزل وروسته سرحد ته ورسېد او د نورو ډلو له رسېدو وړاندې یې د ۱۹۱۹ کال د مې په ۴مه د خیبر درې هغه مستحکم پوځي ځایونه ونیول چې د انګرېزانو تر کنټرول لاندې و. په دې توګه د افغان-انګرېز جګړه په عملي ډول پیل شوه.¹⁹ د صالح محمد خان له خوا، د نورو پوځي ډلو له رسېدو وړاندې، پر انګرېزانو برید د دې لامل شو چې د جګړې طرحه له ناکامۍ سره مخ شي. د همدې تاکتیکي تېروتنې له امله بریتانوي حکومت سمدستي اقدام وکړ او سرحد ته یې تازه ځواکونه واستول.

له بلې خوا، د سرحدي سیمو قبایلو ته په لویه کچه پیسې ووېشل شوې، څو د افغان پوځ له لیکو سره د هغوی د یوځای کېدو مخه ونیول شي. په دې جبهه کې افغانانو ۱۴ د پلي پوځ کنډکونه، یو مخکښ کنډک، یو د توپخانې غونډ او ۴۸ توپونه درلودل.²⁰ په مقابل کې، انګرېزانو ۲۲ د پلي پوځ کنډکونه، یو مخکښ کنډک، ۶ د سپرو پوځ غونډونه، ۲ د توپخانې غونډونه، د استحکاماتو او ماینونو یوه قطعه، ۶۶ توپونه او ۱۰۴ ماشین‌دارې درلودې.

سربېره پر دې، د برېټانوي پوځ ملاتړ هغو کوچنیو پوځي واحدونو هم کاوه چې د راولپنډۍ، پېښور او خیبر سیمو د داخلي امنیت د ټینګښت دنده یې پر غاړه درلوده.²¹ کله چې مومندو او اپرېدو قبایلو ولیدل چې د انګرېزانو مرستندویه ځواکونه د شمال پر لور پرمختګ کوي، هغوی ونه توانېدل چې په عمل لاس پورې کړي. په دې توګه افغان پوځ، چې تمه یې درلوده د سوېلي سیمو له قبایلو څخه ملاتړ ترلاسه کړي، دغه فرصت له لاسه ورکړ. د انګرېزانو د ځواکونو له اټکل څخه مخکې سرحد ته د رسېدو په پایله کې، د صالح محمد خان ځواکونه د توپخانې تر سخت اور لاندې راغلل او هغه اړ شو خپل ځواکونه شاته اوباسي.

په همدې وخت کې انګرېزانو د لومړي ځل لپاره د افغان جګړو په ډګر کې شاهي هوايي ځواک هم په عملیاتو کې شامل کړ او د ۲۴ جنګي الوتکو په وسیله یې د افغان ځواکونو پر مورچلو بمبار وکړ.

د مې د ۲۳مې او ۲۴مې په ورځو ترسره شوو هوايي بریدونو کې افغان ځواکونو د الوتکو د درنو ماشین‌دارو او بمبارۍ پر وړاندې نور مقاومت ونه شو کولی، نو له همدې امله تر جلال‌آباد پورې شاته ولاړل او انګرېزانو ډکه ونیوله.²² په همدې ورځ یوه بریتانوي جنګي الوتکه تر کابل پورې ورسېده او د ښار پر مستحکمو پوځي ځایونو یې بمونه وورول.²³ د صالح محمد خان تر مشرۍ لاندې د لومړۍ ډلې له شاتګ سره افغان پوځ په دې جبهه کې له ناکامۍ سره مخ شول، خو په بله جبهه کې د محمد نادر خان د احتیاط او تدبیر له امله خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه. محمد نادر خان د مې په ۲۳مه د وزیرو د ملاتړ په ترلاسه کولو له سرحده واوښت، د اورګاډي پټلۍ یې وتړله او سیمې ته یې د انګرېزانو د ځواکونو او اکمالاتو لېږد ودراوه.

د مې په ۲۴مه یې هغه شپږ لوی توپونه، چې په ډېرې سختۍ یې له غرونو راکوز کړي وو، له سرحده واړول او د «تل» کلا مخې ته یې ځای پر ځای کړل؛ هغه کلا چې د انګرېزانو پوځي قرارګاه په کې وه. وروسته یې سیمه د توپخانې تر سخت اور لاندې ونیوله. انګرېزانو په دې جګړه کې درانه تلفات ورکړل او شاتګ ته اړ شول.²⁴ د عبدالقُدوس خان تر مشرۍ لاندې هغه ډله چې د کندهار له لارې خوځېدلې وه، په لاره کې د یو شمېر ستونزو او نامساعدو شرایطو له امله ونه توانېده چې پر ټاکلي وخت جبهې ته ورسېږي.

د افغان-انګرېز درېيمه جګړه، چې په یوه جبهه کې انګرېزانو او په بله جبهه کې افغانانو برلاسی درلود، ورو ورو په یوه مورچلي جګړه واوښته. په دې پړاو کې دواړه لوري تر ډېره د خپلو موجودو مورچلو په ساتلو او د مقابل لوري د پرمختګ په مخنیوي بوخت وو او له دې څخه وړاندې یې د پام وړ پرمختګ ونه شو کولی. په داسې حال کې چې پر سرحد نښتې لا روانې وې، په کابل کې د برېټانوي استازي د هڅو په پایله کې د ۱۹۱۹ کال د جون په ۳مه د دواړو لورو ترمنځ اوربند اعلان شو او پرېکړه وشوه چې د سولې خبرې پیل شي.²⁵

د اوربند د تړون له مخې:
۱- افغان پوځیان به له خپلو اوسنیو ځایونو څخه شل میله شاته کېږي.
۲- انګرېزان به له خپلو اوسنیو مورچلو څخه نور وړاندې نه ځي.
۳- برېټانوي الوتکې به بمبارۍ ته د پای ټکی ږدي او په درنو ماشین‌دارو وسلو به پر افغان ځواکونو برید نه کوي.
۴- که کومه برېټانوي الوتکه یا پیلوټ د افغانستان په خاوره کې راولوېږي، په خوندي ډول به برېټانوي لوري ته وسپارل شي.²⁶

د افغان-انګریز د سولې خبرې اترې: د راولپنډۍ او مسوري تړونونه

هغه فوق‌العاده شرایط چې دواړه لوري ورسره مخ و، د دې لامل شول چې جګړه د یوې میاشتې په څېر په لنډه موده کې پای ته ورسېږي. په ځانګړي ډول د افغان لوري په پوځ کې موجود کشمکشونه او بې‌نظمي د درک وړ وه. سربېره پر دې، د سرحدي قبایلو راپاڅول هم چندان ګټه نه درلوده، ځکه د برېټانیا شاهي هوايي ځواک د مشخصو هدفونو له په پام کې نیولو پرته پر سرحدي کرښه بمونه ورول. دغه وضعیت د ډېرو انساني تلفاتو په معنا و.

له بلې خوا، انګرېزان تازه له نړیوالې جګړې څخه راوتلي و او په ځانګړي ډول په هند کې د هغوی پر ضد پراخ مخالفت پیل شوی و. له همدې امله هغوی نه غوښتل چې له یوې خوا په هند کې له مخالفتونو سره لاس او ګرېوان وي او له بلې خوا له افغانستان سره د جګړې خطر هم پر ځان ومني.

امان‌الله خان د ۱۹۱۹ کال د جون په ۱۱مه د هند وایسرای ته په استولي لیک کې وړاندیز وکړ، چې دواړه لوري دې په راولپنډۍ کې سره راټول شي او د خپلمنځیو اختلافاتو د حل لپاره دې د سولې یو تړون لاسلیک کړي.۲۷ وایسرای د امان‌الله خان دغه وړاندیز ومانه. ورپسې د افغانستان په استازیتوب د کورنیو چارو وزیر علي احمد خان او د هند د حکومت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر سر هملټن ګرېنټ په مشرۍ پلاوي د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۸مه په راولپنډۍ کې سره وکتل.

د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې نږدې یوه میاشت روانې وې او په ډېرو مواردو کې له سختو بحثونو او اختلافونو سره مخ و. په پای کې دواړو خواوو پر یوه پنځه ماده‌ییز متن هوکړه وکړه، چې ټاکل شوې وه وروسته په رسمي ډول لاسلیک شي. د دغې هوکړې له مخې:

۱- د دې تړون د لاسلیک له نېټې وروسته به د انګرېز حکومت او د افغانستان د حکومت ترمنځ سوله ټینګه وي.

۲- د انګرېز حکومت او د افغانستان د حکومت ترمنځ د جګړې د رامنځته شوو شرایطو له امله، هغه مهمات او پوځي تجهیزات چې د پخواني امیر په وخت کې د انګرېز حکومت له خوا افغانستان ته لېږل کېدل، له دې وروسته به یې د انتقال اجازه نه ورکول کېږي.

۳- هغه پاتې او ځنډېدلي مالي تخصیصات چې د هند حکومت باید پخواني امیر ته ورکړي وی، ضبط به شي او اوسني امیر ته به هېڅ ډول مالي تخصیص نه ورکول کېږي.

۴- د انګرېز حکومت غواړي چې د انګرېز حکومت د دوستۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغان حکومت له خوا د تضمین په ورکولو سره، د انګلستان او افغانستان ترمنځ هغه پخوانۍ دوستي چې له ډېرې مودې راهیسې موجوده وه، بېرته ټینګه کړي. له همدې امله، انګرېز حکومت چمتو دی چې شپږ میاشتې وروسته د افغان سفارتي پلاوي له یوه بل هیئت سره د دواړو حکومتونو ترمنځ د دوستۍ د تړون د لاسلیک لپاره خبرې اترې وکړي.

۵- افغان حکومت هغه د هند او افغانستان ترمنځ پوله مني چې مرحوم امیر منلې وه. سربېره پر دې، د خیبر لوېدیځ لوري ته د پولې هغه برخه چې د افغانانو وروستی برید په کې شوی و او تر اوسه لا په رسمي ډول نه وه ټاکل شوې، د یوه انګرېز کمېسیون له خوا به تحدید او مشخصه شي او افغان حکومت به د دغه انګرېز کمېسیون پرېکړه مني.۲۸
د دواړو لورو ترمنځ د دې هوکړې په پایله کې انګرېز حکومت په عملي ډول افغان حکومت په رسمیت و پېژانده. دا چې افغان حکومت به له انګرېزانو څخه نور هېڅ ډول مالي تخصیص نه ترلاسه کوي، تر یوه بریده د افغانستان د خپلواکۍ نښه هم ګڼل کېده. خو په دغه تړون کې داسې کومه څرګنده ماده نه وه شامله شوې چې افغانستان به په بهرنیو چارو کې په بشپړ ډول خپلواک وي. افغان پلاوی د تړون له لاسلیک وروسته کابل ته ستون شو، او انګرېزي ځواکونو د اګست په ۱۴مه «یني قلعه» او د سپټمبر په ۱۳مه «ډکه» تخلیه کړه.۲۹

له دې نېټې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د راتلونکو خبرو اترو تر ترسره کېدو پورې، تر ټولو ټیټې کچې ته راکوزې شوې. په همدې موده کې د انګرېزانو په ملاتړ د یوناني پوځ ازمیر ته ننوتل او هلته رامنځته شوې خونړۍ پېښې په هند او افغانستان کې پراخ غبرګون او سخت قهر راوپاراوه. له عثماني دولت سره د جګړې په موخه، د شاوخوا ۱۷ زره رضاکارانو یوه ډله افغانستان ته راغله، چې ډېری غړي یې په هند کې د خلافت د غورځنګ پلویان و. د دغې ډلې سفر انګرېزان سخت اندېښمن کړل، ځکه هغوی پوهېدل چې په هند کې د دوی پر ضد هر ډول کوچنی حرکت هم په چټکۍ سره پراخېدلی او څپه په څپه نورو سیمو ته رسېدلی شي. له همدې امله، انګرېزانو هڅه کوله چې له یوناني پوځ سره خپل ملاتړ تر خپلې وسې پټ وساتي.

د افغانستان حکومت په هغه وخت کې چې د انګرېزانو پر وړاندې په بېلابېلو جبهو کې مخالفتونه مخ پر زیاتېدو و، له دې وضعیت څخه د یوه مناسب فرصت په توګه ګټه واخیسته او پرېکړه یې وکړه چې له نورو دولتونو سره هم خبرې اترې پیل کړي. په بخارا کې یې خپل استازی محمد ولي خان د دې لپاره واستاوه چې د افغانستان خپلواکي د نورو هېوادونو له خوا په رسمیت وپېژندل شي. نوموړی د روسیې په ګډون ترکیې، ایران، جرمني، فرانسې، انګلستان او امریکا ته د همدې موخې لپاره واستول شو.

محمد ولي خان له بخارا څخه روان شو او لومړی مسکو ته ولاړ، هلته یې په ډېر درناوي او تود هرکلي سره استقبال وشو. افغان استازي د ولادیمیر ایلیچ لینن په ګډون د شوروي دولت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوستۍ او همکارۍ د تړون پر کولو هوکړه وکړه. لږه موده وروسته، د مسکو د حکومت په استازیتوب روسي استازی براوین کابل ته راغی او اعلان یې وکړ چې روسیې د افغانستان خپلواکي په رسمیت پېژندلې ده. په دې توګه، شوروي اتحاد لومړنی هېواد شو چې د افغانستان خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله.۳۰

د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د اړیکو د ټینګېدو او د بلشویکانو له خوا د افغان حکومت د په رسمیت پېژندلو خبرونه په لندن کې پراخ انعکاس وموند. انګرېز حکومت بې له ځنډه اقدام وکړ او د یوه قطعي تړون د لاسلیکولو په موخه یې افغان پلاوی مسوري ته د خبرو اترو لپاره ور وبلل. د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي په مشرۍ افغان پلاوی د ۱۹۲۰ کال په اپرېل کې مسوري ته ورسېدل. مسوري د همالیا غرونو په لمنو کې پروت یو تفریحي او د اوړي ښار و. په دغه پلاوي کې د طرزي تر څنګ د سوداګرۍ وزیر غلام محمد خان، په ډیلي کې د افغانستان استازی غلام صدیق خان چرخي او عبد الهادي داوي هم شامل و. داوي د «سراج‌الاخبار» له لیکوالانو څخه و او د انګرېزانو له سرسختو مخالفانو څخه شمېرل کېده. د انګرېز پلاوي مشري بیا د هند د بهرنیو چارو سکرتر سر هنري ډابس کوله.۳۱

په راولپنډۍ کې د اوربند د تړون له لاسلیک وروسته، د دواړو هېوادونو پلاوي د یوه دایمي تړون د لاسلیکولو په موخه سره کښېناستل. د اپرېل له ۱۷مې څخه د جولای تر ۱۸مې پورې د نږدې درې میاشتو په اوږدو کې خبرې اترې له سختو بحثونو او اختلافونو سره روانې وې. په پای کې دواړو لورو، د سرحدي قبایلو د وضعیت له مسئلې پرته، نږدې په ټولو موضوعاتو هوکړې ته ورسېدل. خو کله چې د سرحدي قبایلو مسئله حل نه شوه، خبرې اترې ودرېدې.

امان‌الله خان چې له انګرېزانو سره د خبرو اترو د دوام پلوی و، د ۱۹۲۰ کال په اکتوبر کې د هند وایسرای ته یو لیک واستاوه او وړاندیز یې وکړ چې د مذاکراتو د دوام لپاره کابل ته یو پلاوی واستوي. په همدې وخت کې انګرېز حکومت په کابل کې د هندي مسلمانانو او ترکانو له فعالیتونو او همدارنګه د هغه روسي سفارتي پلاوي له حضور او فعالیتونو څخه سخت اندېښمن و چې لا هم په کابل کې خپلو خبرو اترو ته دوام ورکاوه.

له همدې امله انګرېزانو د امیر دغه وړاندیز په ډېرې خوښۍ ومانه. د سر هنري ډابس په مشرۍ انګرېز پلاوی د ۱۹۲۱ کال په جنوري کې کابل ته ورسېدل او خبرې اترې یو ځل بیا پیل شوې.۳۳ انګرېز پلاوي په لومړي سر کې تر دې چې له افغانستان سره د دوستۍ د یوه تړون لاسلیکولو ته ډېره پاملرنه وکړي، زیاتره هڅه یې دا وه چې له نورو دولتونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا مخه ونیسي.
په مقابل کې انګرېزانو څرګنده کړه چې دوی کولی شي افغانستان ته په مالي او تخنیکي چارو کې د لا خپلواک عمل کولو حق ومني. محمود طرزي د انګرېز پلاوي پر دې وړاندیز سخت غبرګون وښود. هغه څرګنده کړه چې دواړه پلاوي له نورو دولتونو سره د افغانستان د اړیکو د موضوع د څېړلو لپاره نه دي سره راټول شوي، بلکې د انګرېز-افغان د اړیکو او د سرحدي مسئلې د حل په موخه یې غونډه کړې ده.۳۴

د افغان لوري له دې څرګند دریځ وروسته، دواړو خواوو یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ شته موضوعاتو ته پاملرنه واړوله او په بخارا او ترکستان کې یې د شوروي روسیې نوي فعالیتونه هم په پام کې ونیول. په پایله کې، دواړه لوري هوکړې ته ورسېدل چې د پخوا په څېر به د دواړو هېوادونو ترمنځ په مالي او تخنیکي برخو کې همکاري دوام ولري، په ځانګړي ډول به له انګلستان څخه افغانستان ته د وسلو، مهماتو او پوځي تجهیزاتو د صادرولو اجازه ورکول کېږي. یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې او د هغې غاړو پر مېشتو قبایلو د مسئلې په اړه هېڅ پرمختګ ونه شو.

نوټ: د دویمې برخې پای، نورې برخې هم لري.

لاندې تېره برخه

امان‌الله خان او د افغانستان د خپلواکۍ ترلاسه کول – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....